احتیاطی - اضطراری وضعیت، دقدرت لپاره سیاسی سیالۍ او هواریدونکی بحرانونه باید وګړنیزه پیاوړی اراده او ملي بنسټونه ونه لړزوي !
***
افغانستان داسې هیواد، او افغانان داسې ملت نه دی چې ژر حل کیدونکی کړکیچونه او هواریدونکي بحرانونه یې واڼې وتښتوي. افغان ولس خپل ولسي نرخونه، ملي یووالی او کلک هوډ لري، چې په سختو حالاتو کې د ستونزو په وړاندې دریدلي دي. له څو ورځو را هیسې یو څو (سیاسیونو) په خپلو ناسنجول شویو اقداماتو او د نړۍ په ډیرو هیوادو کې د ( COVID-19) په نوم وایرس خپریدو په خلکو کې اندیښنې راپیدا کړي دي. ښوونځي، مدارس او پوهنتونونه رخصت شول او دخلکو دګڼې ګوڼې د مخنیوی لپاره د نوروز مراسم او نور تجمعات منع اعلان شول. دا ټول احتیاطی روغتیایی تدابیر دي، ډیره ښه ده چې خلک یې رعایت کړي. خو د سیاسیونو نا سنجول شوی ملی ضد دریځ تر دې هم ولس اندیښنه کې اچولی دی.
ډیره به ښه وي چې د پسرلی په دې ښکلی موسم کې ځوان کول(متعلمین او محصلان) خپل وخت ضایع نه کړي، دوی کولای شی د روانې یوې میاشتی بهیر کی شخصی مطالعه وکړی، دژبې او کمپیوټر مهارتونه چی د ښوونځی او پوهنځی له درسونو سره یو ځای دوی ورته فرصت نه لري، تعقیب کړي. دغه مهارتونه په انفرادی ډول هم اوچتیدای شی. نه دې پریږدي چی وخت ورڅخه ضایع شی. هغه ځوانان او کلیوال چی کروندې او باغونه لري، یا څوک چې حویلی کی بڼ لري، ډیره به غوره وي چې دغه تازه موسم کې یې پالنه وکړی. بدنی حرکت او فزیکی کار موږ د ناروغیو په وړاندی وقایه کوي، شخصی مطالعه زموږ د فرهنګ یوه بله لویه لاسته راوړنه ده ، چې د تعلیمی مراکزو د رخصت کیدو په حالت کې هم دهغې د ترلاسه کولو چانس لرو. د کر-کیلې چارې ټولې انفرادی دی او ضرور نه ده چې کارکوونکی له یو- دوه متره سره نږدې کار وکړی، بلکې په پرانیستی فضا او رڼه هوا کی ازاد فعالیت د دوی جسمی او روحی حالت لا پیاوړی کولای شی. ډیرې حرفې او پېشې او صنعتی څانګې هم خپل کار ته د تدابیرو په رعایت سره دوام ورکولای شي. زموږ درنو سوداګرو او هټیوالو ته نده پکار چې له فرصت څخه په استفادی د احتکار په فکر کې شی، یا د رواني(سایکالوجیکی) فکتور په اثر ناوړه انفلاسیون رامنځته کړي. ملی پولیس، د روغتیا مراکز، ښاری ترانسپورت، بانکونه، سره میاشت، دچاپیریال ساتنی اداره، عامه خدمات او زموږ ټول ملی موسسات د تدابیرو په رعایت سره خپلې چارې پرمخ بیایی. دغه دوه موقتی ستونزی د باعزته افغانی سولې بهیر هم باید زیانمن نه کړی، زموږ د روغتیا پالو فداکار انه خدمات باید دخلکو د روحی ډاډ لامل وي، د هرې ملي موسسې او وګړنیز بنسټ ډیر لږ لړزیدل، دملی ارادې د زیانمن کیدو او ځپل کیدو سبب کیدای شی. په دې ډول حالاتو کی تل افغانان یو بل سره نور هم نږدې شوی دی او یوبل ته یې د وروري او اتحاد لاس ورکړی دی. ځینې مطبوعات داسې خبرونه خپروي چې د لارښوونو، معقولو تدابیرو او معلوماتو پر ځای اندیښنې پاروي ، دا قطعاً ملی دریځ نه دی. څومره چی لیدل کیږی لا هم د ولس اراده پخه ده. ان شاالله جاری ستونزې به حل شی، تر جوش نه هوش غوره دی. خدای مه کړه د ناورین په صورت کې؛ د ولسی ځوانانو رضاکاره ډلې باید زیانمن کیدونکو سیمو او خلکو ته ورشی، ځوان کول دې خپل زړه، فکر او لاسونه د ناورین د پېښېدو مخې ته سپر کړی. د احتیاطی تدابیرو اعلانول ، نباید چې د ملی- ملکي خدماتو د درولو یا ځنډولو لامل شي. د ښوونځیود رخصتي اعلان، د وزلوبو درول، د نوروز جشن ته د ډیرو خلکو نه راټولیدلو اعلان او د روغتایی احتیاطی تدابیرو نیول نباید له حد زیات تشویشونه رامنځته کړی، بلکې باید هغه اقدامات پیاوړی شی چی د لازیات زیان مخه ورباندې ونیول شی.
پریږده چې افغانان یوه بله نوې تجربه خپله کړي !
ناخوالو زموږ ارده نه ده لړزولې، بلکې پخه کړې یې ده!