ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
د خیاطانو ټکی، نن سبا په ځینو لیکنو کې، ډېر تر سترګو کیږي.
زه ددغه ټکي په اصلي مفهوم، نه پوهېدم. خو کله چې په افغانستان کې، د ټاکنې نتیجه اعلان شوه، او چې کله مې، د ځینو افغانانو خبرې واورېدلې، نو هغه وو، چې زه ددغه ټکي په اصلي معنا، سم پوه شوم.
غواړم، دغه خبره، د لمر په شان ټولو ته واضح او روښانه کړم، چې زما مقصد، هغه قدرمن خیاطان نه دي، چې دوی، خلکو ته جامې ګنډي. زه هغوی ټولو ته، د زړه له کومي احترام لرم.
پدغه لیکنه کې زما یوازینی هدف، سیاسي خیاطان دي، او بس.
زما په ساده تعریف سره، سیاسي خیاطان، هغو افغانانو ته ویل کیږي، چې د دوی اصلي دنده، د سیاسي پرتوګونو ګنډل او استعمالول دي. همدارنګه، دوی بیا دغه ګنډل شوي سیاسي پرتوګونه، د خپلو شخصي ګټو په خاطر، د یوه سیاستوال د ناکامیو، جنایت، او خیانت، د پټولو دپاره پکاروي.
هېره د نه وي، چې دغه سیاسي خیاطان، نه کومه ثابته مفکوره، او نه کومه ثابته پالیسي لري، او نه څوک، په دوی باندې، د زړه له کومي، اعتبار کولای شي. دوی ته یوازې، او یوازې، د سیاسي مارکټ نرخ، د اهمیت وړ دی. یا په بل عبارت، دوی پخپل لاس جوړ شوي سیاسي پرتوګونه، په هغه چا خرڅوي، چې لوړه بیه ورکړي.
ډېره په زړه پورې خبره خو بیا داده، چې ځینې افغانان، چې هرڅومره کوښښ وکړي، چې د خپل سیاسي پرتوګ پذریعه، د یوه چا بد کارونه پټ کړي، هغه نور هم، خلکو ته ښکاره کیږي. یعنې، چې دغه سیاسي خیاطان، د هغوی یو خیانت پټوي، بل ځای یې بل خیانت، ښکاره کیږي.
د یادونې وړ ده، چې ځینې سیاسي خیاطان، ددغه پرتوګونو، د ګنډلو دپاره، ډېر نازک توکي استعمالوي. دا پدې معنا، چې د دوی ګنډل شوي پرتوګونه، د دوی د خریدارو، جنایت، په سمه توګه، نشي پټولای.
هېره د نه وي، چې سیاسي خیاطان، د چاپلوسانو، او د ناحقې د شاهدانو، سکه وروڼه دي، او پدغه ټولو کې، سیاسي خیاطان، بیا تر ټولو ډېر خطرناک دي.
د یادولو وړ ده، چې چاپلوسان، د ناحقې شاهدان، او سیاسي خیاطان، په زیاتره سیاسي ګوندونو کې ځای لري. یوازې فرق یې دا دی، چې په ځینو کې یې تعداد کم، او په ځینو کې یې، تعداد باالکل بې حده زیات دی.
دغه ټکی باید ښه واضح شي، چې هغه افغانان، چې د یوه چا، ریښتینې لاسته راوړنې، بیانوي، او هغه لاسته راوړنې، په ریښتیا سره، لاسته راوړنې وي، نو هغوی ته، د سیاسي خیاطانو، د ناحقې د شاهدانو، او چاپلوسانو، خطاب کول، بیا ستره جفاء ده، او داسې باید ونشي.
سیاسي خیاطان، د ناحقې شاهدان، او چاپلوسان، زیاتره وخت، په شخصي ګټو پسې لالهانده ګرزي، او غواړي، چې خپل سیاسي پرتوګونه، په لوړه بیه په هرچا خرڅ کړي.
ځینې سیاسي خیاطان خو، حتٰی دغو ته هم تیار دي، چې خپل ګنډل شوي پرتوګونه، د یوه معین وخت دپاره په قرض هم ورکړي.
د یادونې وړ ده، چې دغه سیاسي خیاطان، زیاتره وخت، د حاکمانو په خدمت کې حاضر وي. دا پدې خاطر، چې د حاکمې طبقې وګړي، زیاتره وخت، د دوی سیاسي پرتوګونو ته، ډېره اړتیا لري.
الله(ج) د مونږه ټولو افغانانو ته اسلامي تقواه، او اسلامي پوهه، را په برخه کړي، او الله(ج) د، د سیاسي خیاطانو، شمېره په خیر سره کمه کړي، او الله(ج) د، د سیاسي پرتوګونو، د خرڅلاو مارکټ صفر ته، راټیټ کړي. آمین یارب العالمین.
هېره د نه وي، چې دغه سیاسي خیاطان، نه یوازې، خپلو خریدارو ته، سیاسي پرتوګونه جوړوي، بلکې، دوی په ډېره بې شرمۍ سره، کوښښ کوي، چې د پاکو افغانانو، د عزت پرتوګونه هم پخپلو ناولو رنګونو، ککړ کړي، او دوی به ان شاءالله، هېڅکله، پدغه خپل شوم هدف کې بریالي نشي، او الله(ج) د، دوی هېڅکله هم، نه بریالي کوي. آمین یارب العالمین.
د یادونې وړ ده، چې دغه سیاسي پرتوګونه، په ډېرو مهمو ځایونو کې، لوی لوی سوري هم لري. یا په بل عبارت، ددغه پرتوګونو خریدار، داسې فکر کوي، چې د دوی جنایتونه به، له خلکو پټ وي. نه داسې نده، او دغه جنایتونه به، دغه سیاسي پرتوګونه هم، پټ نشي کړای.
یوه خبره د ټولو افغانانو ته په یاد وي، چې الله(ج) به دغه ناورین له خیر سره، له ګران وطن څخه ورک کړي، لېکن، ددغه سیاسي خیاطانو، ناحقه ملاتړ به، تر آخره د دوی په اکونټ کې ثبت شوی پاته شي.

د پام وړ ټکي:
راځئ! د خپلو ځانونو په هکله، له سره ښه غور وکړو، او خپلي خبرې، د اسلام په رڼا کې ښې تحلیل کړو، او وګورو، چې آیا، زمونږه په خبرو کې، څه حقیقت شته، او کنه؟
دغه سیاسي خیاطان به، بل هېڅ شی ونه شي کولای، بغیر د خپلو ځانونو، له سپکولو، او شرمولو څخه.
که مونږه ټول، د خپلو ملګرو، خبرو ته ښه په ځیر شو، نو معلومه به شي، چې زمونږه ځینې نیږدې ملګري هم، اوس سیاسي خیاطان جوړ شوي دي. دوی ته، د دوی پخوانۍ خبرې، اوس هېڅ اهمیت نلري، او دوی نن هغه څه واىٔي، چې سړی ورته حیران پاته شي.
همدارنګه، باید په یاد ولرو چې، هغه چاته چې الله(ج) عزت ورکړی وي، هغه هېڅوک هم بې عزته کولای نشي، او هغه چاته چې الله(ج) عزت نه وى ور په برخه کړی، هغوی ته هېڅوک هم عزت نشي ورکولای. نو راځئ، چې خپل عزت، یوازې او یوازې، په اسلام کې ولټوو.
راځئ، چې ښو ته ښه، او بدو ته بد، ووایو، اګر که زمونږه په دنیوي تاوان هم وي.
الله(ج) د، ددغه وطن، غیرتي، په اسلام او وطن مین خلک، او لویې اسلامی پرګنې، ټول سره یو موټی کړي، تر څو په ریښتیا سره، ددغه وطن، یووالی، عزت، آزادي، او افتخار، بېرته لاسته راوړل شي. آمین یارب العالمین.
په پای کې خپل د عاجزۍ دواړه لاسونه، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم چې الله(ج) د، په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې الله(ج) ته قبوله اومنظوره وي. آمين یارب العالمین.
همدارنګه، زه یوځل بیا خپل د عاجزۍ دواړه لاسونه، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د، د افغانانو ترمنځ هغه څه فیصله کړي، چې هغه الله(ج) ته قبول اومنظور وي. آمين یارب العالمین.
تر بلې لیکنې، تاسې ټول په لوی او مهربان الله(ج) سپارم.
والسلام.
زما اړیکه:
abdullahwardak53@gmail.com