استرالیا کې نږدې ۱.۶ میلیونه د موقتي ویزو لرونکي بهرنیان د کرونا وایرس د رامنځته شوو محدودیتونو له امله بې کاره شوي او پدې اقتصادي بحران کې سخت ځپل شوي.

ډیری دغه بهرنیان چې استرالیا کې کوچني پرچون تجارتونه لري او یا په میلمه پالنې صنعت کې لکه هوټلونو او رستورانتونو کې کار کوي دا مهال له ترټولو زیات په روان وضعیت کې زیانمن شوي.

دغه هیواد کې یوازې له ۶۰۰ زرو زیات د نیوزیلینډ هیواد وګړي ژوند کوي چې موقتي ویزې لري. دا او دیته ورته د نورو هیوادونو ټول هغه کسان چې موقتي ویزې لري، که څه هم استرالیا کې روغتیايي پاملرنې ته لاسرسی لري خو بیا ټولنیز مالي هوساینې پروګرامونو ته محدود لاسرسی لري. 

همدشان ډیری دغه کسان چې خپلې دندې یې اوس له لاسه ورکړي د استرالیا د حکومت د تازه اعلان شوي مالي مرستو پروګرام څخه هم بې برخې پریښودل شوي. په دغه پروګرام کې له هغو کسانو سره مالي مرسته کیږي چې په روانو حالاتو کې له خپلو دندو څخه ګوښه کیږي.

همداراز دا اندیښنې هم شتون لري چې ښايي د دې اقتصادي بحران له امله د موقتي ویزو لرونکي ډیری دا بهرنیان ډیر ژر استرالیا کې له یو غیرقانوني حالت سره هم مخ شي، ځکه د دې ویزو د اصولو لمخې دا کسان اړ دي چې د دندې د لاسه ورکولو په صورت کې، که د دریو میاشتو په موده کې ځانته بله دنده پیدا نشي کړای نو باید له استرالیا څخه ووځي.

خو په روانو حالاتو کې دا ستونزمنه ده چې دا کسان نوې دندې ومومي او همداشان پر سفر د لګیدلو محدودیتونو له امله دوی دا هم نشي کولی چې خپلو هیوادونو ته بیرته ستانه شي.