د مجیدالله قرار لخوا خپرې شوې لیکنې


غزل/ مجید قرار

ښایسته نن خو که دې شپه کړې وایخدای به زمونږ درسره ښه کړې وای زموږ دې سترګې وې پر سپینه غاړهکاش دې دوعا یو څه اوږده کړې وای جانان مې درومي، څنګ دې خوښه ده چېرقیبه نن خو دې مېله کړې وای ته خو به لږ را لنډېدلې نورهخدای که مې هیچا ته کیسه کړې وای جانانه اوس به دې څه نه ویلایخیر دی، بل وخت به دې ګيله کړې وای اول دې ځان ور نیږدې کړی وای

02.08.2011 مجیدالله قرار

غزل/ مجید قرار

چې ستا د مړو سترګو دستور به نه وهغه به کار و، خو ضرور به نه و ستا لېوني به شکایت نه کاوهد زړګي سره، چې مجبور به نه و چې د غم پاستې پخول پرې جانانزموږ زړګی به و تنور به نه و پردی سړی مو هم دښمن کېدای شوایخو هغه وخت چې خپل تربور به نه و څنګه بې عشقه زمانه وه پیرهدار به ولاړ و، او منصور به نه و که لېونی درپسې نه وای قرار

02.08.2011 مجیدالله قرار

د نيټ ليكوالان/عرفان سعيد سعيد/ خوشحال خان مېنه كابل

عرفان سعيد سعيد/ خوشحال خان مېنه كابلد نيټ ليكوالانپوهان وايي چې کره کتنه په لغت کې د دينار او درهمو بېلولو او د ښه شيانو په ګوته کولو ته وايي او د ادب په اصطلاح کې د ښو او بدو خبرو تشخيص کولو يا د ښه او بد اثر معلومولوته وايي.كره كتونكى د ښې پوهې له مخې او د هرډول تعصب، ژبني، قومي، مذهبي، او د نورو عقدو لكه: ولې يې داسې ښه شعر ليكلى چې له هغه سره يې په زړه كې رخه خيرى وي، نو له دې ماورا بايد د يوچا اثر، ليكنه او شعر د قوي دلاليلو چې د علم په ګاڼه سمبال وي بايد د كره كتنې تر

11.07.2011 مجیدالله قرار

غزل / قرار

خال دې زمونږ د زړه د داغ مقام ته نه رسېږيدا ځلبلوکی  د څراغ مقام ته نه رسېږي په موږ کې زور دی، او یا زر دي، چې لرې یې کنهپه موږ کې خلک په دماغ مقام ته نه رسېږي څو چې د مشر په ستاینه کې اخلاص ونکړيڅو چې ونه وایي درواغ مقام ته نه رسېږي دا ضمانت نشته چې زرکي او ګلسر د وطنله پامه نه غورځي او کاغ مقام ته نه رسېږي

22.06.2011 مجیدالله قرار

مجید قرار/غزل

پر ځمکه پروت یم لکه پل، سیوری له کومه کړمهزه بې قامته، بې عمل، سیوری له کومه کړمه تا ته دستور د دې جابر طبیعت نه دی مالوم؟چې اغزی نه یم نو د ګل سیوری له کومه کړمه زما زړګیه، د غزل سیوري ته وغځېږهتا ته په دښته د وربل سیوری له کومه کړمه خپل اتل نه لرم، نو کاڼي ګرځومه ورتهچې اوس د نورو د اتل سیوری له کومه کړمه زه تا ه

22.06.2011 مجیدالله قرار

غزل/مجید قرار

ښایسته نظر دې چا ته نه ورکوي حال مخ تهدلته اکثره تر خبرو وي جنجال مخ ته ساده سړیه، اول مینه بیا بېلتون راځيتر اشغال کله وي نېټه د استقلال مخ ته پرون دې سترګو زما پر زړه راکړلو داغ ړومبینن دې د خیر په دغه کار کې شولو خال مخ ته اول دې سپین باړخه را وښود، بیا دې خال د زنېګوا ابوبکر مسلمان و، تر بلال مخ ته اشنایه دلته خوښۍ دومره دومره لنډه وي چېته به سکوایې، تر وجود یې و زوال مخ ته زه چې ناځوانه یادوم، زه چې بې غوره ښیمپه

22.06.2011 مجیدالله قرار

غزل/مجید قرار

له ښایسته دي فتنې را ولاړېږيیوه چې غلې کړمه، دوې را ولاړېږي د خانانو د کتلو له اندازهغریبانو ته کیسې را ولاړېږي پاچاه ګرم نه دی پر بدو ولسونولمبه هر وختې له کښې را ولاړېږي موږ خو بیا هم ساوې اخلو او ژوندي یووایي مړي درپسې را ولاړېږي نو د ورځې به یې څه مخالفت کړېچې یو څوک په چا د شپې را ولاړېږي ښکلیو ستاسې د پاولیو شرنګهار تههر یو غورځوي اوږې، را ول

26.05.2011 مجیدالله قرار

غزل/مجید قرار

سترګې دې رڼې کړي د سرو وینو تجار چېرته دیړوند دي شي په دواړو، په پښتون کې کفار چېرته دی دلته خو ظالم لا د فتوا په حفاظت کې دیڅه شوئ مظلومانو، هغه ستاسې ازار چېرته دی ما یې کیسې ډېرې اورېدلي وې خو کومه ده،لویه پکتیا چېرته ده، او لوی کندهار چېرته دی مار به یې ساتلی وي، او خلکو ته به وایي چېخدای که به خبر یمه له سره چې مار چېرته دی راشي د رنډیو له هېواده، پاکې خاوري تهلا به خب

26.05.2011 مجیدالله قرار

غزل / قرار

 وژني مو بې هیڅه، بې ازاره، دا به څنګه شيدا خو ډېره سخته ده باداره، دا به څنګه شي  دا خو یې لا پرېږده، چې ظالم را سره څه کوينه ځي مظلومان سره په لاره دا به څنګه شي  اوس چې خلک ښو ته رابلې نو درته وایي چې یاره، چې ډوډۍ نه ده تیاره، دا به څنګه شي  وژاړي مظلوم، او خلک مرستي ته ور ودانګي خلک چې اوس نه ژاړي له ډاره، دا به څنګه شي  زوی د خپل وطن مو چې په کار کې مشوره غواړيورشي تور غلیم

23.04.2011 مجیدالله قرار

اړیکه او ټیلېفون شمېره

نوم:                                                          مجید قرارهستوګنه:                     &

13.04.2011 مجیدالله قرار

غزل/مجید قرار

څنګه راته ګورې لکه ښکار ته سړی ګوري ښې سترګې دې ځار شم خپلې لار ته سړی ګوري  ول د تورو زلفو دې زما غاړې ته پرېوځهدا لکه له لرې نه چې دار ته سړی ګوري  ځان چې له کوم ښکلي په بېګا شي خلاصولایډېره غلطي کړي چې سهار ته سړی ګوري  غمه په ما مه راځه غښتلی لکه یې چې ټیټي سترګې ونیسي چې پلار ته سړی ګوري  بېړه دې ده کړې وا قراره لېونیه کار خو هر سړی کوي، خو وار ته سړی ګوري

09.04.2011 مجیدالله قرار

لوېدیز ادبي مکتبونه، او پر ختیز ادب یې اغېزې. مجيد قرار

 لوېدیز ادبي مکتبونه که څه هم د لوېدیځ دي، او په ختیز ادب کې د یوه مکتب په توګه نشته، خو اغېز یې پر ختیز ادب، په ځانګړې توګه، د کره کتنې په برخه کې تر حد زیات دی.  په ختیځ کې د کلاسیزم، رومانسیزم، ریالیزم، سوریالیزم، سمبولیزم، آیډیالیزم یا نورو کم او ډېر شهرته ادبي مکتبونو پر اساس د اديبانو او لیکوالو ډلبندي نشي کېدای، خو د مختلفو شاعرانو په شعر کې د دې مکتبونو د اغېز، افکارو، فلسفو، او ارزښتونو له شتونه هم انکار نشي کېدای.  په لوېدیځ او خت

24.03.2011 مجیدالله قرار

غزل: مجید قرار

كښې به ږدو زړو ته قرآن مخې ته پرې دې ږدي دا نوي ځوانان مخې ته  حسن پنا ښه نه وي، دا ومنهاېښی وي هر چېرته ګلدان مخې ته  زه چې د انسان پر دښمن وار کومهرځلې مې راشي انسان مخې ته  ډېر دې د ښایست په بازار ستړی شومرا نغی د وصل امکان مخې ته  یخ په برکت برکت ستړی شوایښي یې سل رنګه شیان مخې ته  مخامخ زړګیه لاس را اچوهځکه مې جوړ کړی ګرېوان مخې ته  بیا چټه ولاړه ده، ولاړ یمهبیا د رنګ و

19.03.2011 مجیدالله قرار

ضربا ضربو: مجید قرار

ضربا ضربو اوف ادکې نه یادېږيضربا ضربو ملا نن هم په لمده لښته وهلی یم په شا، ضربوضربا ضربوتکه سره ده خاطې خاطېزما ملا ضربوضربا ضربواوف ادکې ما به بیا وهي سبا، ضربوضربا ضربواوف ادکېلیږ نوین شړومبی به راکړېنن یې وړمه د ملا کور ته

11.02.2011 مجیدالله قرار

یو غزل او یو عالم خبرې (د عبدالستار سعادت پر یوه شعر کره کتنیزه تبصره)

غزلد خپل جسم په لباس کې ډېر خفه یمروح یم غواړم ستا په تن کې تا سره یم راته ښکاري تانه لرې ملائیکود تن قبر ته سپارلې جنازه یم چې هر څوک مې څنګ کې تېر شي دعا وکړيدا خو زه د ارمانونو هدیره یم دې بېدرده زمانه کې مې ځای نشتهاسوېلی یم، اوښکه، درد یمه ګیله یم نه مکان او نه زمان مو سره یو دیاوس نو ډېره فاصله یې فاصله یم آوازه دې د راتلو دلته خپره دهښایي زه دې د راتللو نښانه یم ته به راشې مستقبل ته زه به نه یم

11.02.2011 مجیدالله قرار

قرار: ستونی د رقیب او زړه د یار زما په لاس کې و

وخت و، داسې وخت و چې مهار زما په لاس کې وستونی د رقیب، او زړه د یار زما په لاس کې و  دا خبره نه وه، چې به کار زما په لاس کې وکار د هر سړي و، ابتکار زما په لاس کې و  ته هغه ګوډۍ وې، چې اسمان در باندې ښکلی وزه هغه هلک ومه چې تار زما په لاس کې و  ښکلي مې تابع ول، او له دغه برکته نویو مخې د زړونو کاروبار زما په لاس کې و  ما به چې ګلونه لمسول نو یو رقیب و چېهر ځلې به تللی لکه خار زما په لاس کې و  چا چې ب

09.09.2010 مجیدالله قرار

مجید قرار غزل: متن او غږ

15.08.2010 مجیدالله قرار

مجید قرار‌: د یوې ورځې اووه غزلونه؛ کله داسې هم کېږي

۱. تا ته مې یو وخت د یوه زړګي خبره کړې وهښکاري چې هغه مې نو چټي خبره کړې وهتا را ته د خاورې غوندې تور پیغور راکړی وما درته اوبو غوندې آبي خبره کړې وهښکلیه، دا یو نن نه و، چې ښوی دې تر سر تېر کړمهمونږ ته دې بیا کله نو اصلي خبره کړې وه؟څنګه تکه سره شوې، سره مڼه شوې، سره لمبه شولېلا خو مې تر اوسه نیمایي خبره کړې وهما چې درته وېلې چې پلو له مخه لرې کړهها مې د وطن د ابادي خبره کړې وهدا خو ضرورت و، چې ښ

12.08.2010 مجیدالله قرار

مجید قرار: غزل ګوټی

مخ راته روښانه کړي لمبه لاره را ښيي موږ چې له چا بد منو، هغه لاره را ښيي   ښه په دې پوهېږمه چې ښه لاره راښيي هره یوه سا مې دغه یوه لاره را ښيي   زه مزل وهلی، د

08.08.2010 مجیدالله قرار

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more