عرفان سعيد سعيد/ خوشحال خان مېنه كابل
د نيټ ليكوالان
پوهان وايي چې کره کتنه په لغت کې د دينار او درهمو بېلولو او د ښه شيانو په ګوته کولو ته وايي او د ادب په اصطلاح کې د ښو او بدو خبرو تشخيص کولو يا د ښه او بد اثر معلومولوته وايي.
كره كتونكى د ښې پوهې له مخې او د هرډول تعصب، ژبني، قومي، مذهبي، او د نورو عقدو لكه: ولې يې داسې ښه شعر ليكلى چې له هغه سره يې په زړه كې رخه خيرى وي، نو له دې ماورا بايد د يوچا اثر، ليكنه او شعر د قوي دلاليلو چې د علم په ګاڼه سمبال وي بايد د كره كتنې تر عينكو لاندې په پوره سپيڅلتيا سره تر سره شي.
خو قربان شم د نيټ له ليكوالانو چې هم يې په ويبپاڼو كې ستونزې را ولاړې كړې دي او فيس بوك خو د نړيوال قانون د اولومړۍ مادې له مخې چې هرڅوك د نظر حق لري د دوى ميراثي حق دى ، خو د دې ترڅنګ په بهيرونو كې هم دا ياران له چا كم نه دي، په دې وروستيو كې ګڼ شمېر ليكوال چې تر ډېره پر نه مطالعه ولاړ ليكوال دي، د كره كتنې په نوم ليكنې كوي او دوى فكر كوي چې كره كتنه يوازې پر منفي اړخ ولاړه ده، خو دا يې له پامه غورځېدلې چې كره يانې څه، خو كه پوهېږي هم نو له خپلو عينكو دا كتنه پيلوي او هغه ګوډه ماته مطالعه لكه په موټر كې روان سړى چې د ښار لوحې په سترګو لولي خو حافظې ته يې زره غوندي هم نه شي سپارلى او سبايې يې هرڅه له ياده وتي وي چې تېره ورځ يې په موټر كې د كوم دكان لوحه لوستې يانه وه.
زموږ د ځينو ليكوالو مطالعې همداسې دي او د دې ترڅنګ كله چې په غونډو كې پر يوه شعر كره كتنه كېږي او د لومړي ځل لپاره شعر اوري او بيا ورته څټك او سندان د لا شعور د وهلو وروسته په كار راځي ډېر مزخرفه كتنه كېږي خو په دې كې هغه كسان نه دي شامل چې د ډېرو مطالعو له كبله يې حافظې دومره قوي دي چې د شعر په اورېدو سمدستي ور يادېږي چې د چا په شاعرۍ كې داسې سبك ليدلى و او يا دا شعر تر كومه بريده سم يا نا سم دى.
زه چې كله دا مهال د انټرينټ ليكوالان وينم اويا ځينې وخت په غونډو كې پر كره كتنه پېښ شم او هلته وچ په زور كره كتنه ووينم نو حيران پاتې شم چې ښاغلى موضوع ته رسېدلى څه چې د كيلوالو غوندي په جګ شوى لا نه دى او كره كتنه يې بيا داسې باد باد كړې وي چې سم دم ارسطو ځينې جوړ وي او بده يې لا دا چې له خپلې خبرې يې هم ولاكه واړوې.
بس څه چې يې وويل نو هغه د كاڼې كرښه شوه، كه يې څوك مني دغه ده، كنه يې مني بيا نو دا ښاغلى ليكوال وايي چې پلانكى د كره كتنې تاب نه لري.
د شعره كره كتنه خورا زړخوږى دى دا منم چې پر سكته به يې نقد وشي خو معنا يې د هر اورېدونكي او لوستونكي په زهين كې ځان ته لاره جوړه وي كه ديوه نقاد په زهين كې يو ډول خاكه پنځوي، نو د بل زهين ته بيا بله خاكه سپاري، ځكه زيات مهال پر شعر نقد له ګرم بحث سره مخ شي.
په دې وروستيو كې چې د پښتو په بڼ كې لښكر ليكوالان پيدا شوي دي او دا ليكوال هغه د چا خبره د نيټ ليكولان دي دوى يوازې شعر ته ليكي . ښه شعر دى، ، زبردست، ياره افرين او يا د غزل يو بيت وليكي نور نو هيڅ تبصيره نه وي او ځينې خو بيا شعر پاتې وي د شعر ډيزاين ته حيران پاتې وي ، ياره دې ته نو ډيزان وايي پر ګوتو دې بركت شه او ځينې خود غرضه كسان بيا د شعر منفي اړوخونه په دوو ټكوكې وليكي ، دا نو بيا څه شي شو، دا بيت بايد داسې واى، يانې په منفي او مثبتو دواړو اړخونو كې نور څه نه شي ليكلى، دا ليكولان هډو د شعر له محتوا څخه څه نه شي اخيتسى او كه يې اخستى شي، نو هغه نويو مرغانو ته ورته دي چې نارې يې زړه غواړي خو كولاى يې نه شي.
خو بيا هم شكر دى داسې ليكولان شته چې حساب ورباندې كېږي او له ليكلو په لوستلو او اورېدولو سربېره ډېر څه هم ځينې زده كېدلى شي.
د سعادت پرشعر مې د مجيد قرار ليكنه ولوسته دلته ليكوال په دومره تقوا ليكنه كړې چې د شعر يوه خوا يې هم نه دې پرې اېښې كه دا شعر نيټ ته وسپارل شي او پر فيس بوك باندې پوسټ شي ځينې كسان به يې په دې خاطر ليك كړي چې سعادت يې انډيوال دى خو كه ځينې وپوښتل شي چې ولې يې خوند در كړى يوازې به دومره ووايي، ياره سعادت ښه شاعر دى او هغه كسان چې منفي اړخ يې په دوو ټكو كې په ګوته كوي هغه به بيا يوازې دا دليل لري چې ماته يې خوند را نه كړ. ولې؟ نه پوهېږم.
خو د قرار له دې ليكنې بايد ټول نوي ليكوال پوه شي چې شعر باندې پوهيدل څنګه او د هغه لپاره دليل راوړل څنګه او د شعر مطالعه څنګه وي.
د سعادت پر دې غزل
د خپل جسم په لباس کې ډېر خفه یم
روح یم غواړم ستا په تن کې تا سره یم
راته ښکاري تانه لرې ملائیکو
د تن قبر ته سپارلې جنازه یم
چې هر څوک مې څنګ کې تېر شي دعا وکړي
دا خو زه د ارمانونو هدیره یم
دې بېدرده زمانه کې مې ځای نشته
اسوېلی یم، اوښکه، درد یمه ګیله یم
نه مکان او نه زمان مو سره یو دی
اوس نو ډېره فاصله یې فاصله یم
آوازه دې د راتلو دلته خپره ده
ښایي زه دې د راتللو نښانه یم
ته به راشې مستقبل ته زه به نه یم
زه به یاد یم زه به تېره زمانه یم
چې قرار كومه ليكنه كړې ده، په لومړي سر كې يې يې خپل نظر داسې څرګند كړى دى(( زما په نظر شعرونه، په ټوله کې، دوه ډوله دي. یو ډول یې کلک پوټکیو مېوو ته ورته دي چې مغز ته رسېدلو لپاره باید د هغو پوټکی مات کړای شي، یعنې د درک لپاره یې تأمل ته اړتیا وي. دا ډول شعرونه ډېره موده ژوندي پاتېږي، او ډېره موده خوند کوي. د انسان طبیعت هم څه داسې دی چې له زحمت وروسته مزد او لاسته راوړنه ورته خوږه وي. د دې ډول شعر یوه ځانګړنه دا هم ده چې د اشرافي طبقې اورېدونکیو لپاره وي.
دوهم ډول یې هغه دي چې نازک پوټکي لرونکې مېوې ته ورته دي؛ خوراک یې زحمت نه لري، یعنې درک یې زیات تأمل نه غواړي، خو ډېر ځله یې خپل عادي والی وژني، او له منځه وړي. په دواړو ډولونو کې ښه شعرونه پیدا کېږي.)) نوټ:(( هيله كوم چې دا ليكنه به د مجيد قرار په شاعرانه ويبلاګ كې ولولئ))
د قرار يوازې دا نظر موږ پوهوي چې پر شعر سلا بلا كره كتنه كول يو لوى خيانت دى، ځكه په هغه ځان پوهول او بيا يې مغز ته رسېدل يا د شعر له روح سره ځان اشنا كول اړين دي، داسې نه شې كيداى چې په هره غونډه كې مو مخالف لورى نيولى وي او غونډه په تاوتريخوالي پاى ته ورسوو، خو په پاى كې له نويو ليكوال هيله لرم چې د اسدالله غضنفر، غفورليوال، مجيد قرار غوندي ليكوالو ليكنې په غور ولولي او پوه شي چې ليكنه ، كره كتنه څنګه كېږي او د كوم منطق له مخې پيل او پاى ته رسېږي او د ليكنې له محتوا دا معلومه كړي ليكوال څنګه دلاليل راوړي له ځانه وايي او كه يې په دې ژوره مطالعه كړې ده او مطالعه دا نه معنى چې يوازې يو كتاب يا يوه ليكنه مطالعه كړو نور نو د زمريانو غوندې ورته ګرځو، د دروېش دراني خبره ده: (( ما اول په پښتو كې پيل كړه، كتابونه راخلاص شو، بيا مې اردو ته مخ واړاو، هلته هم له ورته برخليك سره مخ شوم، بيا كراچۍ ته ولاړم او هلته مې انګريزي ادبيات ولوستل مطالعه مې نوره هم پراخه شوه.))
يانې د استاد دروېش دراني له خبرې پوهېدلى شو چې مطالعه كلونه وخت غواړي د وروځو مياشتو كار نه ده، خو كله چې مو لږ ترلږه خپل او نړيوال ادب كې پوهه ترلاسه كړه، بيا به مو دلايل هم قوي وي او خبره به مو هم تر يوه بريده په تول پوره وي.
زما په ګډون د ټولو د اصلاح او مطالعې په هيله.




ټولې تبصرې