کره کتنیزې لیکنې


د نيټ ليكوالان/عرفان سعيد سعيد/ خوشحال خان مېنه كابل

عرفان سعيد سعيد/ خوشحال خان مېنه كابلد نيټ ليكوالانپوهان وايي چې کره کتنه په لغت کې د دينار او درهمو بېلولو او د ښه شيانو په ګوته کولو ته وايي او د ادب په اصطلاح کې د ښو او بدو خبرو تشخيص کولو يا د ښه او بد اثر معلومولوته وايي.كره كتونكى د ښې پوهې له مخې او د هرډول تعصب، ژبني، قومي، مذهبي، او د نورو عقدو لكه: ولې يې داسې ښه شعر ليكلى چې له هغه سره يې په زړه كې رخه خيرى وي، نو له دې ماورا بايد د يوچا اثر، ليكنه او شعر د قوي دلاليلو چې د علم په ګاڼه سمبال وي بايد د كره كتنې تر

11.07.2011 مجیدالله قرار

لوېدیز ادبي مکتبونه، او پر ختیز ادب یې اغېزې. مجيد قرار

 لوېدیز ادبي مکتبونه که څه هم د لوېدیځ دي، او په ختیز ادب کې د یوه مکتب په توګه نشته، خو اغېز یې پر ختیز ادب، په ځانګړې توګه، د کره کتنې په برخه کې تر حد زیات دی.  په ختیځ کې د کلاسیزم، رومانسیزم، ریالیزم، سوریالیزم، سمبولیزم، آیډیالیزم یا نورو کم او ډېر شهرته ادبي مکتبونو پر اساس د اديبانو او لیکوالو ډلبندي نشي کېدای، خو د مختلفو شاعرانو په شعر کې د دې مکتبونو د اغېز، افکارو، فلسفو، او ارزښتونو له شتونه هم انکار نشي کېدای.  په لوېدیځ او خت

24.03.2011 مجیدالله قرار

یو غزل او یو عالم خبرې (د عبدالستار سعادت پر یوه شعر کره کتنیزه تبصره)

غزلد خپل جسم په لباس کې ډېر خفه یمروح یم غواړم ستا په تن کې تا سره یم راته ښکاري تانه لرې ملائیکود تن قبر ته سپارلې جنازه یم چې هر څوک مې څنګ کې تېر شي دعا وکړيدا خو زه د ارمانونو هدیره یم دې بېدرده زمانه کې مې ځای نشتهاسوېلی یم، اوښکه، درد یمه ګیله یم نه مکان او نه زمان مو سره یو دیاوس نو ډېره فاصله یې فاصله یم آوازه دې د راتلو دلته خپره دهښایي زه دې د راتللو نښانه یم ته به راشې مستقبل ته زه به نه یم

11.02.2011 مجیدالله قرار

د حکمتیار او شپون پر پله: د پښتو غږپوهنې په برخه کې څو وړاندیزونه. د مجیدالله قرار لیکنه

د پښتو غږپوهنې په برخه کې  د دوو نومیالیو پوهانو، ښاغلي سعدالدین شپون صاحب او انجنیر ګلبدین حکمتیار صاحب پرځای او پروخت لیکنه په دې اړه د یوه کره علمي بحث یوه ښه پیلامه کېدای شي. که څه هم د پښتو د غږپوهنې  په برخه کې تر دې دمه ترسره شوی کار د پام او قدر وړ دی. تېر کار د راتلونکي کار پوخ اساس، او هغې زینې ته ورته دی چې د برتګ لپاره پرې پښه اېښودل ضرور دي، خو د علمي بحث تکامل یواځې یواځې د علمي بحثونو په ادامې ترسره کېدای شي او پر همدې دلیل، غواړم چې د علمي بحث د نغري تودولو یوه سپرغۍ

01.01.2010 مجیدالله قرار

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more