د پښتو غږپوهنې په برخه کې  د دوو نومیالیو پوهانو، ښاغلي سعدالدین شپون صاحب او انجنیر ګلبدین حکمتیار صاحب پرځای او پروخت لیکنه په دې اړه د یوه کره علمي بحث یوه ښه پیلامه کېدای شي. که څه هم د پښتو د غږپوهنې  په برخه کې تر دې دمه ترسره شوی کار د پام او قدر وړ دی. تېر کار د راتلونکي کار پوخ اساس، او هغې زینې ته ورته دی چې د برتګ لپاره پرې پښه اېښودل ضرور دي، خو د علمي بحث تکامل یواځې یواځې د علمي بحثونو په ادامې ترسره کېدای شي او پر همدې دلیل، غواړم چې د علمي بحث د نغري تودولو یوه سپرغۍ زه هم واوسم.

تر هرڅه لومړی خو د دې دواړو مشرانو دغه پیل په نېک فال نیسم، او پر ټولو پښتنو د دې دواړو د دې درنې او مهمې علمي هڅې د قدرداني غږ کوم.

په ځانګړې توګه د ښاغلي حکمتیار وړاندیزونه د مسؤولو علمي اورګانونو او مؤسسو د هغو معاش خورو لپاره چې د همدې کار پر سر امتیازات اخلي، خو د همدې کډه پرسر مشر په اندازه کار او خدمت هم نشي کولای، یو پیغور ګڼم، او هیله لرم چې لږ څه به عبرت واخلي.

بیا له دواړو مشرانو څخه د هغوی د لیکنو او علمي نظریاتو په کتار کې د خپلو نظریاتو د ځایولو د جرأت بښنه غواړم او وار له مخه د هغوی د علمي مقام په وړاندې د خپل قد په کوتاوالي اعتراف کوم.

د ژبو لخوا ټولو صوتونو، په ځانګړې توګه حرکاتو یا واویلونو ته د رمزونو یا شکلونو نه موجودیت د نیږدې ټولو عجمي ژبو ستونزه ده.  په دې اړه پښتو ژبې د یاګانو په لرلو تر ډېرو نورو ګاونډیو ژبو یو ګام وړاندې اېښی دی او ستونزې یې را لږې کړي دي.

د مثال په توګه، په پاړسي کې فقط یو ډول یا کارېږي، خو نیږدې ټول دغه اصوات، چې موږ ورته مختلفې یې ګانې کاروو،  موجود دي. دا د پاړسي لیکدود نیمګړتیا ده.

خو د واو په برخه کې بیا پښتو هم له هماغې ستونزې سره لاس او ګرېوان ده چې فارسي ورسره ښکېله ده. ببو، د بلا یا وېروونکې څېرې په معنا، او ببو د ښځینه نوم په معنا دواړه یو ډول لیکو. داسې ډېر زیات نور مثالونه هم شته.

عربي د اعراب په لرلو د نړۍ پر ټولو ژبو د صوتونو لپاره د شکلونو په لرلو، او د هر صوت د استاځۍ پر موجودیت غښتلې ده. په عربي کې هم که اعر اب یا زورزېر پېښ، سکون، مد او تنوینونه ونه کاروو نو دا ستونزې پر ځای پاتې دي. هلته هم حَوَرْ یعنې د سترګو تور والی، او حور یعنې تور سترګي/د جنت حوره په یوه شکل لیکل کېږي.

غواړم له ټولو سلیقوي او ذهني قضاوتو لیرې، لومړی دا خبره ډېره پرځای او کره وګڼم چې د اعراب نښې یواځې د پښتو نه، بلکې د ګڼو ژبو لپاره د ټولو اصواتو د احتوا او ټولو اصواتو ته د رمزونو موندلو تر ټولو غوره او غښتلې لاره ده. همدا لامل دی چې د عربي ژبې په پرتله بله هیڅ ژبه هم  د اصواتو د احتوا له لحاظه غني او پوره نه ده.

په عربي ژبه کې هم دا بشپړتیا د قرآن کریم له برکته راغلې، او د عربي د اصواتو د علم، یا تجوید لومړني آثار لا هم د نورو ژبو لپاره بې ساري دي.

که د عربي ژبې د اصوات د علم اساس، یعنې تجوید ته کتنه وشي هم، د صوت معیار صوتي افاده ټاکل شوې،  او هیڅ ځای داسې نه دي شوي چې د صوتي افادې لپاره دې معنا مهمه ګنل شوي وي.

مثلاُ، اظهار، اخفاء، اقلاب، ادغام، او نور قواعد هیڅکله په تذکیر، تأنیث، افراد، جمعې، اضافت، وصف یا بلې کومې ګرامي پدیدې پورې نه دي ټاکل شوي، بلکې یواځې خپله صوتي ادا، او صوتي موقعیت ټاکونکی ګڼل شوی.

خو ستونزه یې بیا دا ده چې د اعراب کارونه یو ډېر ستونزمن او ګران کار دی، او په عادي لیکنو کې یې کارول نیږدې ناشونې دي. په عربي ژبه کې هم اعراب یواځې په دیني متنونو کې کارېږي او بس.  بله دا چې که موږ د توریو او یې ګانو بحث کوو نو بیا خو د اعراب رمزونو ته حروف نه، بلکې diacritical marks یا Diacritics یعني اعرابي نښې یا حرکات وایي.

په پښتو کې هم که د پوهانو ترمنځ د اعرابي نښو په توګه دا حرکات ومنو، او یواځې متخصصین یې زده کړي نو غوره به وي. کټ مټ لکه په لایتني ژبو کې چې د اصواتو لپاره بېلې نښې موجودې دي، او متخصصین یې زده کوي.

خو که موږ د توریو بحث کوو، نو دا نښې بیا هم یواځې نښې یا حرکتونه دي، نه توري.

دوهمه موضوع چې دواړو قدرمنو مشرانو ورته نغوته کړې، د تر اړتیا زیاتو توریو خبره ده.  په داسې حال کې چې موږ غواړو د لا ډېرو اصواتو لپاره لا زیات اشکال رامنځته کړو، دا به زما په فکر نادرسته وي چې د شته اصواتو لپاره شته او مروج استاځي شکلونه له منځه یوسو. په ځانګړې توګه هله چې دواړه صوتونه زغرد موجود وي، او پراخ کارېږي.

د ځ، او ز د موجودیت خبره همدلته مهمه ده. ځ یو مستقل توری دی چې ختیځ پښتانه یې کم کاروي، او دا هیڅکله باید په دې معنا وانخیستل شي چې دا صوت نشته.  موږ هیڅکله ځوان ته زوان نه وایو. او د دواړو تمیز حتمي دی. دغه راز، د څ او س موضوع ده. دې  دوو بېلو صوتونو ته باید هرو مرو بېل حرفونه وضع شوي وای.

د حکمتیار صاحب د لیکنې په یوه برخه کې ویل شوي چې: "په پښتو كي تر ضرورت زيات الفاظ جوړ شوي، د س، ص، ث، تر څنگ ئې څ او د ز، ذ، ظ او ض تر څنگ ئې ځ هم رايستلې، ځيني گ او ځيني ګ كاروي، همداراز په پښتو ليكدود كي ۍ او ئ د ورته غږونو لپاره كارول كېږي، د دغو حروفو زياتول مخصوصاصاً د (ګ، ځ، ۍ) نه يوازي غير ضروري كار وو بلكي پښتو ليكدود ئې ستونزمن كړى." 

زما په اند، د ځ، ظ، ذ، ز، او ض ترمنځ شته تفاوت دومره نه دی چې د یوه حذفول یې دې اسانه وبرېښي. که چېرته دا توپیرونه په عربي، او نورو ژبو کې په پام کې نه وي نیول شوي، نو بیا ښایېده چې دا توپیرونه په پښتو کې هم په پام کې نه وای نیول شوي، او واړه یو حرف حسابل شوی وای.

د لکۍ والې/یا همزه والي یې او نورو یې ګانو ترمنځ توپیر هم معمولي نه دی. لکۍ واله/اسمي او مذکره یا بې ټکیو یې په بې غږو توریو کې حسابل کېږی، او  نورې یې ګانې واویل، غږیزې دي. نو آیا دومره تفاوت لرونکیو تورو ته یوه بڼه کارېدای شي؟

البته، په یوه موضوع زه د دواړو مشرانو خبره پرځای ګڼم چې د دواړو: لکۍ والې او همزه والې یې،  پر یوه وخت موجودیت ته هیڅ اړتیا نشته.  معلومه نه ده چې دواړه یې ګانې د څه لپاره؟

ځکه د اسمیت او فعلیت د تمییز مسأله خو یوه نحوي او ګرامري مسأله ده، او د هغې یې له توریو، یا صوت سره څه؟ ورځه زه به داسې کلیمه لیکم چې پر اسمیت او فعلیت یې نه پوهېږم. هلته به څه کوو؟

زه فکر کوم دا هیڅکله د حرف وظیفه نه ده چې نحوي او صرفي افادې دې ولري. ځکه چې نحو او صرف په الفاظو او ترکیبونو باندې پایي، نه په حرفونو باندې.

که موږ وایو چې ډېوه په ډېوې جمع کېږي، نو د هغې دا معنا نه ده چې جمع والی له (یې) څخه افاده کېږي. زموږ دلته له دې سره هیڅ کار نشته چې د لفظ معنا څه ده. خدای دې وکه که به دا لفظ یو بېخي بې معنا ګونګ غږ وي، خو چې غږ وي، نو د غږ په تجسیم یا هغه په شکل ورکولو باندې خبرې کېدای شي.

 

دا قاعده د علمي معیار خلاف ده، او په اصل کې د ملانصرالدین هغې کیسې ته ورته ده چې وایي ستن یې په کوټه کې ورکه کړې وه، او د باندې پسې ګرځېده چې ګواکې د باندې رڼا ده.

دلته هم ستونزه ګرامري ده، او حل یې په اصواتو کې لټوو.

د یوه صوت لپاره دوه توري کارول، په ځانګړې توګه، د اسمیت او فعلیت د افادې لپاره، ریښتیا هم بې ضرورته کار دی،  نو زما په اند باید یواځې لکۍ واله یې وکارول شي، او همزه والې یې یې ته رخصت ورکړل شي.

درېیمه موضوع چې حکمتیار پکې ځېرنه کړې، د ختیځوالې او جنوبي لهجې ترمنځ د مجهولې یې ناندره ده. دا بېخي سمه ده چې دا یې مبتذله کارول کېږي.  او علت یې بیا هم پورتنی دی. یعنې دا چې ګرامري قاعده پر صوت تحمیل شوې ده. د دې قاعدې پر اساس، هر مؤنث نوم په مجهوله یې جمعه کېږي، یا په مجهوله یې صرفي شکلونه بدلوي. دا ټولې ګرامري مسألې دي، او د توري کار د صوت افاده ده، نه د معناګانو. د معناوو افاده کلیمه او ترکیبونه کوي.

حکمتیار صاحب، او تر ده وړاندې دروېش دوراني د خپلې شعري ټولګې په مقدمه کې، په جنوبي لهجه کې د مجهولې یې له کارېدنې انکار کړی دی.  دا خبره زما په اند درسته نه ده.

اصلي خبره دا ده چې په جنوبي لهجه کې هم مجهوله (ېې) کارېږي خو په هغو کلیمو کې چې یا ۱) یو سېلابه وي، لکه پړه، پړې، مله، ملې، ښه، ښې، یا ۲) منادی (Vocative) او مخاطب واقع شي، لکه چرګه، چرګې، او یا بیا ۳) د هغو کلیمو په جمع کولو، او نورو تصریفاتو کې چې تر یوه سېلاب زیاتې وي، او فشار یې پر وروستي سېلاب باندې وي. (لکه د ماضي فعل فاعلي حالت، آلي حالت (Instrumentative)، مفعولي حالت(Dative)، ملکیتي حالت، منشائي یا (Ablative) حالت، ظرفي یا (Locative) حالت)، لکه عایشه، عایشې ته، له عایشې، پر عایشې، د عایشې، په عایشې، یا ۴) په سماعي ډول د کلیمو په منځ کې، لکه پېښور، پېښه، وېښته، زبېښاک دغه راز، ۵) په ځینو فعلي تصریفاتو کې لکه مستې یې وخوړې، ته ډوډۍ خورې...

خو په هغو کلیمو کې چې فشار یې په لومړي سېلاب باندې وي، څرګنده یې کارېږي، خو دا ټولې بیا که منادی واقع شي نو بیا په همدې مجهولې یې باندې لیکلي کېږي.لکه توره،  توري (چې منادی یې تورې)، یا سپانده، سپاندي(چې منادی یې سپاندې لیکي)، برګه، بره ګي (منادی یې برګې)، غوړګه، غوړګي (منادی یې غوړګې)، چرګه، چرګي (منادی یې چرګې)، سترګه، سترګې،

د مجهولې یې د پراخې ناسمې کارېدنې(له مشهورې قاعدې خلاف کارېدنې) یو علت خپله همدا دی چې خلک ډېری پښتانه د وینا پر مهال د هغو توریو لپاره چې تر یوه سېلاب زیاتې وي، او فشار یې پر لومړي سېلاب وي، څرګنده یې کاروي.

ما خپله یوه زمانه خپل یو شعر داسې لیکلی و چې:  

چې زموږ جنګ و، او ده ځان باله د سولي سړی

                                                       ته خلک وپوښته ولا که یې څوک بولي سړی

دلته بازمحمد عابد قافیه نیمگړې وبلله، ځکه چې هغه د قاعدې مطابق سوله په سولې اړوله، خو ډېریو ماغوندیو دا خبره د قاعدې له درک پرته نشوای درک کولای.

د دروېش دراني ډېرې داسې قافیې شته چې همدا لانجه لري، او ځکه یې نو هغه د کتاب په مقدمه کې سپیناوی هم کړی.

زما په فکر، باید د حرف مسأله یواځې په صوتي معیار پورې محدوده پاتې شي. یعنې موږ وګورو چې توری کوم صوت ورکوي، او زموږ کوم صوت په کار دی. نه دا چې وګورو صوت څه معنا ورکوي، او زموږ څه معنا په کار ده. ځکه چې همدغه توري ښایي موږ د ټرانسلیټرېشن یا په پښتو لیکدود د بلې ژبې د لیکلو لپاره وکاروو. یا ښایي د بې معنا توریو دلیکلو لپاره وکاروو چې په هغه صورت کې  بیا زموږ د ګرامري قاعدې او معنا معیار له کاره وځي.

هلته بیا نشو ویلای چې د دې کلیمې مفرد په زور یا "ـه" جمعه شوي، ځکه یې جمع په مجهولې یې لیکو. ځکه چې ښایي هغه کلیمه هیڅ جمعه نه وی، یا مفرد ونه لري. لکه هولې د holly یا پاک، او prey  = پرې، د ښکار شوي شي په معنا. بهتره دا ده چې په خپله صوت معیار وګرځوو. نه تأنیث، تذکیر، یا کومه بل ګرامري موقف.

په پای کې د خپلې شرحې یو لنډیز ستاسې مخې ته ږدم:

لومړی خو د دواړو مشرانو استادانو دا غوښتنه خپله رایه ګڼم چې باید له دوو یې ګانو، لکۍ والې او همزه والې یې، څخه یوه پرېښول شي، ځکه چې د دوو صوتونو لپاره د یوه توري لرل خو مأنوس کار دی، خو د یوه صوت لپاره دوه توري لرل د خندا دی. د حکمتیار صاحب له نظره باید لکۍ واله لرې شي، ځکه چې لکۍ واله یې د وصل پر مهال لیکل کېدای نشي، خو همزه واله بیا هم وصلېږي، او هم فصلېږي.  زما دا نظر ځکه خوښ دی چې همزه واله یې په عربي ژبه کې هم شته، او څومره چې له نورو ژبو سره مشترک توري ولرو، په هماغې اندازه به د کیبورډونو کاروونکیو لپاره اسانتیا زیاته وي، او ګڼ کیبورډونه، او د ګڼو ژبو فونټونه به د پښتو لپاره د استفادې وړ وي.

زما دوهم مطلب دا دی چې مجهوله یې، چې په ختیځواله لهجه کې د پر (ـه) ختمېدونکیو ټولو اسمونو په جمع، اضافتي، او منادی حالت کې استعمالېږي، په جنوبي لهجه کې په لاندیو مشخصو مشخصو ځایونو کې کارېږي:

  1.  کله چې یوه کلیمه یو سېلابه وي، او په زور، یا "ـه" پای ته رسېږي. له پړه، پړې، مړه، مړې، سره، سرې
  2. کله چې یوه کلیمه دوه، درې یا څلور سېلابه وي، خو فشار یې پر وروستي سېلاب وي. لکه  لمبه، لمبې، جمیله، جمیلې، قسطنطینیه، قسطنطینیې...
  3. کله چې کلیمه منادی واقع شي، نو د نداء لپاره د صوت اوږدولو اړتیا وي، بیا هم مجهوله یا کارېږي. لکه توره، تورې...
  4. د کلیمې په منځ کې په سماعي بڼه... لکه پېښور، خېټور، پېښه
  5. په ځینو فعلي تصریفاتو کې لکه مستې یې وخوړې، ته ډوډۍ خورې...

په پاتې ټولو هغو مؤنثو اسمونو کې چې په  "ـه" جمع کېږي، او فشار یې پر لومړي سېلاب وي، څرګنده یې، یا (ي) کارېږي.

زه دا نه وایم چې کومه یې سمه، او کومه یې ناسمه بڼه ده، خو لږ تر لږه دا قاعده چې وایي ټول مؤنث پر زور یا (ـه) ختمېدونکي اسمونه دې په مجهوله یې واړول شي، درسته نه ګڼم.

په دې برخه کې د ښاغلي حکمتیار دا نقل قول ډېر پر ځای ګڼم چې لیکي: په مشرقي ليكدود كي مجهوله يې ډېره او بې ځايه كارول كېږي، د مثال په توگه چي، كي، مي، دي،... داسي ليكي: چې، كې، مې، دې... زما وړانديز دا دئ چي راشئ (دي، كي، چي، مي صحيح وگڼو او (دې، كې، چې، مې، نې، بې، زې، تې) د دغو تركيبونو مخفف ومنو (دي ئې، كه ئې، چي ئې، مي ئې، نه ئې، به ئې، زه ئې، ته ئې).

زما درېیم غرض دادی چې غواړم په ډېر احترام د دواړو مشرانو له دې نظر سره ناموافق والی څرګند کړم چې وایی د (ز) په موجودیت کې د (ځ) اړتیا نه وه، او یا د (ص، س، او ث) په شته والي کې د (څ) اړتیا نه وه.

دا واړه بېل بېل صوتونه دي، او په داسې حال کې چې موږ د لا زیاتو اصواتو د احتوا لپاره، لا زیاتو نماینده اشکالو ته ضرورت لرو، د شته وو اشکالو کمول زما په اند سم کار نه دی.

په پای کې غواړم یوې بلې مهمې مسألې ته، چې له دې بحث سره ټینګ تړاو لري، هم اشاره وکړم. او هغه دا چې په دې ډول بحثونو کې د معلوماتي ټکنالوجۍ د پوهانو راښکېلول یوه جدي اړتیا ده. په توریو کې هرډول تغییرونه باید د کیبورډ جوړونې له معیارونو، او په تېره له هغو کوډ-سیسټمونو سره همغاړي وي، چې پښتو د کمپیوټر پر پرده د را ښکاره کېدلو او لیکل کېدلو جوګه کوي.

په لیکدود کې هرډول تغییر ښایي پر انټرنیټ پرته پښتو پانګه اغېزمنه کړي، او یا شته پانګې ته لاسرسی ستونزمن کړي. 

 

درناوی