هې ته خو مار نه یې لړم خو نه یې
او نه غونډل یې، نه لنډۍ لټکه
نو بیا دې ولې دا سینه ده داسې
د دوزخي کینې له زهرو ډکه
څه مجبوري ده ستا د بل وژنه
که ته خوني یې ستا عمل وژنه؟
دا تا ته ولې داسې برېښي چې دی
د هرې هرې ستونزې حل وژنه
خدای مې دې ستا له حاله وساتي خو
ته هم زما غوندې انسان ښکارېږې
نه دومره ډېر بدل په رنګ ښکارېږې
نه دومره ډېر بدل په ځان ښکارېږې
ته خو زما په څېر هم نه یې چې دي
زرو غمونو ستا اعصاب خوړلي
تا خو زما غوندې په ژوند کې نه دي
تور تیندکونه د عذاب خوړلي
ته خو زما په شانې وږی نه یې
زما په ډول خو بې کوره نه یې
داسې د زور مالک خو هم نشته دی
چې ته مغروره یې له زوره نه یې
نو ستا په زړه کې بیا دا دومره کینه
له کومه راغله، څنګه وپنځېده
چې ستا د کین او کدورت له لاسه
زمونږه ټوله سیمه ورنځېده
ته زورور دومره غصه ولې وې
چې د یوه کور رڼا دې تته کړله
زموږ ارامه شپه دې ولې داسې
راته لبرېزه له وحشته کړله
ستا مجبوري ما ته معلومه نشوه
ستا په غرض باندې ونه پوهېدم
ستا په غرض باندې ونه پوهېدم
ستا په مرض باندې ونه پوهېدم
نظمونه