د خارجي ها خونړي خنجر چې کار وکړلو (۱)
او د علي پرقرآني سینه یې وار وکړلو
او د پوره انسانیت هستي یې ولوټله
علي چې خونده د رضوان د مرګي وڅکله
له ډېره وجده له سروره په ځان نه پوهېده
او بې طاقته یې له ستونې ناره ووتله
"اې د کعبې په رب قسم دی چې ما وګټله" (۲)
خو علي خپله خوشحالي هم مکمله نه کړه
ځکه چې غم د بل انسان یې زړه ته لار کړې وه
علي بې تابه د یو چا د حال تپوس کاوه
د داسې چا چې دښمنان ورنه چاپېر ګرځېدل
او همدا نن و په یوه لویه حادثه کېوتی
هو، ته پوهېږې چې د کوم انسان پوښتنه به وه؟
علي پوښتنه وکړه، څه یې کړو قاتل د علي؟
زامنه پام چې هغه ایکې یو ګذار کړی دی
زامنه پام کوئ چې زه لا ګورې مړ نه یمه
زما بچیانو! دې سړي لا زه وژلی نه یم
علي د بل له غمه خپله خوښي هېره کړله
علي وروستۍ شېبه د بل په غم کې تېره کړله
علي انسان و، په انسان باندې یې زړه خوږېده
علي انسان و په خپل ځان باندې یې زړه خوږېده
******************************
(۱) عبدالرحمان ابن ملجم، چې خوارجو د علي رضی الله عنه شهیدولو ته ګومارلی و
(۲) علي رضی الله عنه چې کله ولګېد نو ناره یې کړه: "فزت و رب الکعبة"
شعرونه