نظمونه
قرار: هغوی ته چې، هرڅه تور او سپین ګوري
د دوی خیال دی چې زموږ په دې نړۍ کې خلک یا د دوی په څېر دي، او یا نه دي د دوی خیال دی چې یوه کرښه د بېلتون ده خلک یا ځینې را تېر دي، او یا نه دي مینځګړی حد د دوی لپاره نشته لږ څه ښه یا بد د دوی لپاره نشته بل معیار د دوی له خپله ذهنه پرته د قبول او رد د دوی لپاره نشته د رنګونو له ګڼوالی نا خبره هرڅه هرڅه تور او سپین ورته ښکارېږي خلک واړه د خپل ځان په شانې بولي خلک واړه په خپل دین ورته
قرار: اوس په سکوت کې زور پیدا شوی * اوس په چپتیا کې شور پیدا شوی
چې استبداد و، هغه لا ښه و پاچا جلاد و هغه لا ښه و په انتقاد کې به مو تاثیر و څک به وجدان و، څک به ضمیر و چې د قمچینې وار به یې وکړ ته وا کوم ډېر بد کار به یې وکړ هلته د نقد تورم نه و نقد وو تندر، څه خردٌم نه و اوس خو له ډېره ډېره تکراره هیڅ پاتې نه دي د چا لپاره هره خبره، یو ځلې شوې که څه هم نه ده، لا پلې شوې
قرار: د ایتلاف ډارن سرتېري ته
هې ته خو مار نه یې لړم خو نه یېاو نه غونډل یې، نه لنډۍ لټکهنو بیا دې ولې دا سینه ده داسېد دوزخي کینې له زهرو ډکهڅه مجبوري ده ستا د بل وژنهکه ته خوني یې ستا عمل وژنه؟دا تا ته ولې داسې برېښي چې دید هرې هرې ستونزې حل وژنهخدای مې دې ستا له حاله وساتي خوته هم زما غوندې انسان ښکارېږېنه دومره ډېر بدل په رنګ ښکارېږېنه دومره ډېر بدل په ځان ښکارېږېته خو زما په څېر هم نه یې چې ديزرو غمونو ستا اعصاب خوړلي
قرار: ځواني یوه منوره مدینه
تر دغه ځایه مو مزل کړی و تر دغه سرایه مو مزل کړی و سري سهار مو ملاوې وتړلې د شپې تر پایه مو مزل کړی و دا نن سهار لمر چې را بر ښکارېده دا د یوه نوي پړاو سر ښکارېده دلته یو ښار و، مدینه غوندې و چې سر تر پایه منور ښکارېده په دغه ښار کې یو قا
تندر نیولې سپوږمۍ ته: اوس خو لا تیاره پکار ده، اوس خو لوڅ لپړ ولاړ یو
اوس خو ډېرې تاريکيوي زمونږ په زړونو كې دېره دي بلا ډېرې دوړې ناستې د هر زړه په آينه دې بس پدې خبره خوښ يو چې دا زړونه راسره دي سپوږمۍ هسې دې مخ تور كړ اوس دې څوك په غم كې څه دي