تر دغه ځایه مو مزل کړی و
تر دغه سرایه مو مزل کړی و
سري سهار مو ملاوې وتړلې
د شپې تر پایه مو مزل کړی و
دا نن سهار لمر چې را بر ښکارېده
دا د یوه نوي پړاو سر ښکارېده
دلته یو ښار و، مدینه غوندې و
چې سر تر پایه منور ښکارېده
په دغه ښار کې یو قانون چلېده
دغه قانون ته یې ځواني ویله
د چا سبا ته یې ځواني ویله
د چا پرون ته یې ځواني ویله
دغه قانون چېرته لیکلی نه و
خو بیا به هم پرې هر سړی پوهېده
سهار، غرمه او مازدیګر څه څه ول
په اشارو د لمر سړی پوهېده
زما او ستا د ژوند نیلي نانځکې
دلته په یوه ګړۍ را ورسېدل
ځنګه پر یوه لوري روان و دواړه
خو یو تر بله مو لاس نه رسېدل
رانه اوږده شوه، ستا غوږونه نه خورم
لنډه یې دا چې دغه ښار د ځواني
په لذتونو مالامال ښکارېده
شته ول، چې څه دې ول په کار د ځواني
غرور پرېمانه و، حیا ډېره وه
هوس پرېمانه و، جنون ډېر و
د غریزو له شوره اور بلېده
تلوسه زیاته وه لمسون ډېر و
د لذتونو په دې ښار کې چې تا
یو د رنګونو دوکان پرانیستلو
ستا د رنګونو دوکان څه و ښکلې؟
د ښکلاګانو دې کان پرانیستلو
ته سوداګره شوې، په سود سر وې
زه خریدار وم په سودا سر وم
زه به دا ستا د ښکلازار مخې ته
په رندانه غوندې ګډا سر وم
هغه هم ورځ وه چې انکار دې وکړ
تا وېلې نوره ښکلا نه پلورمه
تا وېل منم چې ډېوه یمه، خو زه
نور په پردیو رڼا نه پلورمه
له هغي وروسته هغه ښار هغه زه
بیا برابر نشوم په لار هغه زه
بیا به مې ژوند د چا په یاد تېراوه
سکوټ سره ورک شوو هغه یار هغه زه
ډېره موده په یوه ښار کې دواړه
وبله ورک وو په غبار کې دواړه
په هیڅ ګودر مو سره ونه لیدل
سره مخ نشوو په هیڅ لار کې دواړه
زه چې هم ښه له کاره ووتمه
نو په ورو ورو له ښاره ووتمه
د ژوند د تتې ډېوې تورکی شومه
د عشق له نور او ناره ووتمه
څه موده وروسته دې احوال راغی
چې تا هم ښار ته مخه ښه کړې ده
ستا د ځواني په ښکلي ښار باندې هم
وخت د مغول غوندې حمله کړې ده
تا هم په ما پسې راکډه کړې
او دېره شوې یې په دې کوڅه کې
ځکه هوا ده معطره غوندې
ته تېره شوې یې په دې کوڅه کې