ستا خال به ښایسته وي که زما د زړګي داغ

راځه چې سره کېږدو دا څراغ او دا څراغ

 

راځئ چې کړو معلومه چې جنون اصلي جنون

زموږ په زړونو سپور دی که د ښکلیو په دماغ

 

د ښکلو کیسې ښې دي، موږ یې اورو ښه په خوند

او نور یې په دې نه یو چې ريښتیا دي که درواغ

 

د نرمو زلفو وار وي، سړی وباسي له خود

نه وار وي د قمچینې او نه وار وي د کنداغ

 

څو ښکلي څو ګلونه چې راټول شي په یوه ځای

سپیره سیمه هم داسې معلومېږي لکه باغ

 

بهیر د بلبلانو او د زرګو دی قراره

ته هسې پکې هسکې غاړې کاږې لکه کاغ