تور مار د هدیرې مو نه واژه د بل په لاس

یو وخت و جوړول مو تقدیرونه خپل په لاس

چې ده به ګوزار وکړ، ما به راوړه په خندا

د ورور  زړه به مې راوړلو په دغه چل په لاس

اجل ته مو څار نه کاوه، چې ژوند به نه و ژوند

خپل  لور ته به مو خپله را باله اجل په لاس

مرګي ته به مو داسې تلوسه وه، لکه مرګ

چې ښکلې دلربا وي، او ولاړه ګل په لاس

خبر که اثر نه کوي نو بیا خو به امکان

لري چې دلته ډېرې کشالې کړو حل په لاس

ورک نه دي ښه او بد مو داسې خلک خو لاشته

چې زباده کړي چې دلته خو ړنګ شوی پل په لاس

څه توره هتکړۍ او څه قراره ارام ناست

تر خوا د محبوبې د تورو زلفو ول په لاس