د دوی خیال دی چې زموږ په دې نړۍ کې

خلک یا د دوی په څېر دي، او یا نه دي

د دوی خیال دی چې یوه کرښه د بېلتون ده

خلک یا ځینې را تېر دي، او یا نه دي

مینځګړی حد د دوی لپاره نشته

لږ څه ښه یا بد د دوی لپاره نشته

بل معیار د دوی له خپله ذهنه پرته

د قبول او رد د دوی لپاره نشته

د رنګونو له ګڼوالی نا خبره

هرڅه هرڅه تور او سپین ورته ښکارېږي

خلک واړه د خپل ځان په شانې بولي

خلک واړه په خپل دین ورته ښکارېږي

دوی همدا ګڼي چې دوه رنګه دنیا ده

دا وختونه به یا ورځ وي، یا به شپه وي

نه به څاښت وي، نه به ژېړ مازدیګری وي

نه ماښام شته نه به ټکنده غرمه وي

د دوی ذهن یوه کتله لکه د کاڼي

دوی لا وتي نه دي هیڅ له کلیاتو

ناخبره دي د خوند له امتزاجه

ناخبر د تنوع له کمالاتو

 

دوی په شانې د نارسو ماشومانو

هرڅه نیسې په یرغوي کې په موټ کې

نه له ګوتو نه کار اخلي، نه له فکره

نه تکړه دي په ساتنه، نه په لوټ کې

موږ په هیله د روښانه سبا پایو

دوی په ننګه د پرون دي را وتلي

موږ د لږ څه تعقل په ارمان مړه یو

دوی په چغه د جنون دي را وتلي

لویه خدایه په خبره نه پوهېږي

په یوه داسې طبقه مو سر و کار دی

لویه خدایه ښکته پړانګ دی را ته غوري

او د شنې ونې په څانګه پورې مار دی