ناپوهه چې کېوتي دي له ما سره په جنګ
کېوتي دي د ميندو له دوعا سره په جنګ
دا ولي وي زموږه په دې خاوره هر سړی
له غرونو له سيندونو او هوا سره په جنګ
ډېر خلک د غليم پر ځای اخته دي دلته اوس
د خپلو تقاضاوو له بلا سره په جنګ
له سترګو د تمييز د تښتولو په غرض
څوک اچوي هندارې او رڼا سره په جنګ؟
ها مخامخ خو هسې هم د سر قاتل ګڼي
دا دوه چې سره ناست دي خوا تر خوا سره په جنګ
ملګريو په مردارو اوبو نه کېږي اودس
په خدای که مو کيسه کړله صفا سره په جنګ
22.02.2010
- مجیدالله قرار
چې استبداد و، هغه لا ښه و
پاچا جلاد و هغه لا ښه و
په انتقاد کې به مو تاثیر و
څک به وجدان و، څک به ضمیر و
چې د قمچینې وار به یې وکړ
ته وا کوم ډېر بد کار به یې وکړ
هلته د نقد تورم نه و
نقد وو تندر، څه خردٌم نه و
اوس خو له ډېره ډېره تکراره
هیڅ پاتې نه دي د چا لپاره
هره خبره، یو ځلې شوې
که څه هم نه ده، لا پلې شوې...
18.05.2010
- مجیدالله قرار
د دوی خیال دی چې زموږ په دې نړۍ کې
خلک یا د دوی په څېر دي، او یا نه دي
د دوی خیال دی چې یوه کرښه د بېلتون ده
خلک یا ځینې را تېر دي، او یا نه دي
مینځګړی حد د دوی لپاره نشته
لږ څه ښه یا بد د دوی لپاره نشته
بل معیار د دوی له خپله ذهنه پرته
د قبول او رد د دوی لپاره نشته
د رنګونو له ګڼوالی نا خبره
هرڅه هرڅه تور او سپین ورته ښکارېږي
خلک واړه د خپل ځان په شانې بولي
خلک واړه په خپل دین ورته...