چې استبداد و، هغه لا ښه و
پاچا جلاد و هغه لا ښه و
په انتقاد کې به مو تاثیر و
څک به وجدان و، څک به ضمیر و
چې د قمچینې وار به یې وکړ
ته وا کوم ډېر بد کار به یې وکړ
هلته د نقد تورم نه و
نقد وو تندر، څه خردٌم نه و
اوس خو له ډېره ډېره تکراره
هیڅ پاتې نه دي د چا لپاره
هره خبره، یو ځلې شوې
که څه هم نه ده، لا پلې شوې
زور یې وتلی دی تر خبرو
خبرې نه دي په تول د زرو
چې پخوا کار و، د سیاسرو
اوس مشغلا ده د منورو
اوس انتقاد هم اوس یو دمه ځای دی
انتقاد خپله د کیسې پای دی
اوس په سکوت کې زور پیدا شوی
اوس په چپتیا کې شور پیدا شوی
خبره بلرنګه ده روانه
خوله دې در وګرځوه جانانه
چې استبداد و، هغه لا ښه و
پاچا جلاد و هغه لا ښه و
په انتقاد کې به مو تاثیر و
څک به وجدان و، څک به ضمیر و
چې د قمچینې وار به یې وکړ
ته وا کوم ډېر بد کار به یې وکړ
اوس چې وژونکی خپل لغت وایي
نو پر خپل جرم هم لعنت وایي
هلته د نقد تورم نه و
نقد وو تندر، څه خردٌم نه و
اوس خو له ډېره ډېره تکراره
هیڅ پاتې نه دي د چا لپاره
هره خبره، یو ځلې شوې
که څه هم نه ده، لا پلې شوې
زور یې وتلی دی تر خبرو
خبرې نه دي په تول د زرو
چې پخوا کار و، د سیاسرو
اوس مشغلا ده د منورو
اوس انتقاد هم اوس یو دمه ځای دی
انتقاد خپله د کیسې پای دی
اوس په سکوت کې زور پیدا شوی
اوس په چپتیا کې شور پیدا شوی
خبره
19.02.2010
- مجیدالله قرار
له شنه سهاره تر ماښامه چې راډیو کوک کړېایتلافي ځواکونوپنځه ښځمنې دي وژلي درې ځلمي یې وړيایتلافي ځواکونود یوه کور درې ماشومان یوځای په ګولو ویشتليایتلافي ځواکونوکتاب سوځلی او تور سري یې په سپو خوړليد ایتلاف عسکرود لارویو په موټرو باندې ډزې کړيد ایتلاف چورلکوبیا د پولیسو پر پوسته باندې بمبار کړی دیاو کلیوال چې د ماښام له لمانځه وروسته سرهپه توخانه باندې راپنډ شي مجلسونه کوينو یو له...
18.03.2010
- مجیدالله قرار
ناپوهه چې کېوتي دي له ما سره په جنګکېوتي دي د ميندو له دوعا سره په جنګدا ولي وي زموږه په دې خاوره هر سړیله غرونو له سيندونو او هوا سره په جنګ ډېر خلک د غليم پر ځای اخته دي دلته اوسد خپلو تقاضاوو له بلا سره په جنګله سترګو د تمييز د تښتولو په غرضڅوک اچوي هندارې او رڼا سره په جنګ؟ها مخامخ خو هسې هم د سر قاتل ګڼيدا دوه چې سره ناست دي خوا تر خوا سره په جنګملګريو په مردارو اوبو نه کېږي اودسپه خدای ک...