له شنه سهاره تر ماښامه چې راډیو کوک کړې

ایتلافي ځواکونو
پنځه ښځمنې دي وژلي درې ځلمي یې وړي

ایتلافي ځواکونو
د یوه کور درې ماشومان یوځای په ګولو ویشتلي

ایتلافي ځواکونو
کتاب سوځلی او تور سري یې په سپو خوړلي

د ایتلاف عسکرو
د لارویو په موټرو باندې ډزې کړي

د ایتلاف چورلکو
بیا د پولیسو پر پوسته باندې بمبار کړی دی

او کلیوال چې د ماښام له لمانځه وروسته سره
په توخانه باندې راپنډ شي مجلسونه کوي
نو یو له بله سره زړه تشوي، وایي سره:

ایتلافي ځواکونه، خیر او لېوني ځواکونه
د لېونیو په څېر هر سړي ته خوله اچوي

لکه ورانکاره دوزخي شیشکه
چې د سکروټو توف په وچ او په لانده اچوي
لکه حبشه جادوګره بلا
چې سوځوونکی کوف په وچ او په لانده اچوي


ایتلافي ځواکونه، مست او لېوني ځواکونه
هېهېهې...
ایتلافي ځواکونه، سوله راولي ځواکونه (!)