اوس خو ډېرې تاريکيوي

زمونږ په زړونو كې دېره دي

بلا ډېرې دوړې ناستې

د هر زړه  په آينه دې

بس پدې خبره خوښ يو

چې دا زړونه راسره دي

سپوږمۍ هسې دې مخ تور كړ

اوس دې څوك په غم كې څه دي

 

اوس خو لا تياره په كار ده

اوس خو لوڅ لپړ ولاړ يو

هم سهار او هم ماښام مو

خپل ضمير ته خړ ولاړ يو

اوس د خپل وجدان په مخ كې

په ګناه ككړ ولاړ يو

اوس د خپل خالق به حضور ته

د رټلو وړ ولاړ يو

اوس هغه شپانه ډېر كم دي

چې بې ستا رڼا يې نشي

آكوچۍ چې ستا رڼا ته

ماښام تېر مالونه لوشي

هاغه پلې مسافر چې

په سارا يې چېرته شپه شي

چې رڼا ته دې مخ وكړي

چې ښايست ته دې دمه شي

اوس په دښتو كې څوك نه ځي

بې له بلو څراغونو

هر محل دى رڼا كړى

سـلو ســــلو څراغونو

لويې لارې دي نيـــــولې

ډلــو ډلـــــو څراغونو

د هرچا لاره روښانه

ده په خپلو څراغونو

اوس دا ستا له رڼا پرته

محلــونه چــراغان دي

كه پاس وګورې كه ښكته

محلونه چراغان دي

ستا تروړانګو څو كرته

محلونه چراغان دي

د دماغ لــــه بركته

محلـــونه چراغان دي

ماغ ټول جهان رڼا كړ

خو دماغ خپله تياره دى

لكه غولى چې تر لاندې

د څراغ خپله تياره دى

چې رڼآ مو په زړه آيښى

هغه داغ خپله تياره دى

كه له خوبه راويښ شوى

دا د هغه په شور نه دى

كه له غمه خبر شوى

دلته ورور هم د ورور نه دى

كه د چا په خوښۍ دلته

د بل چا زړه سمسور نه دى

كه د چا نېولى غونى

دلته چاته پيغور نه دى

زمانه اوړي په بله

دا د نوي ژوند آغاز دى

داسې ژوند چې مرګ يې بوله دى

داسې ژوند چې مرګ يې راز دى

چې د ژوند په غم وايه شي

دا دهغې ساندې ساز دى

ها چې وايي، ټول به وژنې،

د هغې شپيلۍ اواز دى