ښایسته دی دا غزل، څومره مرغوب دی دا غزل
واه واه ته وا په شاتو کې دې ډوب دی دا غزل
د مینې حرارت او لطافت د عاطفې
د حسن په خوله باندې مرطوب دی دا غزل
په خود نه وو په عقل نه جوړېږي دغه کار
ویلی کوم زما غوندې مجذوب دی دا غزل
بدنامه ده یادېږي د یاغیانو قبیله
دې کومې قبیلې ته چې منسوب دی دا غزل
پرې پام نه شي د بدو بدو بدو نظرو
د رسم جلادانو ته مطلوب دی دا غزل
پلورلی مه شه هیڅ په دربارونو د عزیز
ورک شوی نازولی د یعقوب دی دا غزل
محبوب ته ډالۍ مه شه، خدایزده و ارزي که نه
شاید چې خپله ښکلی تر محبوب دی دا غزل
ټپه د ملالۍ ده، خو که دا نه وه نو بیا
شرنګی د سپینې تورې د ایوب دی دا غزل