دې ته مې مه مجبوروه چې کلی پرېږدمه زه
بیا به زما په دغه کلي کې کور نه وي پاتې

چې ته یې ړنګ کړې ته د بام واوره ور وغورځوې
ستا به یو کور وي، په یوه کلي کې به ته اوسېږې

زه به بې کوره یمه، ټول جهان به کور وي زما
د ژوند تقدیر به هم د باد پر لکۍ سپور وي زما

د ترهګر نوم به پر ټوله سیمه خپور وي زما
ته به پیره د خپل کاله کوې، بې خوبه به وې

زما بالښت به وي د خاورو ټوپکی او زه به
دهرې شنې ونې تر سیورې لاندې ډډه وهم

زما به هیڅ نه وي، چې زه یې له تا وساتمه
او ستا به هر نفس زما د رحم هیله لري

دې ته مې مه مجبوروه چې کلی پرېږدمه زه