پیغمبري امسا د طور په ځمکه و غورځوي
چې د یار مخته خپل غرور په ځمکه وغورځوي
یار چې رقیب ته څه خبره وکړي، ډېر افسوس
لکه دانه چې د انګور په ځمکه وغورځوي
دغه جنډه په دغو لاسو کې درنه را برېښي
دغه جنډه به دوی ضرور په ځمکه وغورځوي
شعور لري پښتون هوښیار دی، ښه هوښیار دی پښتون
خو ضد ته واوړي او شعور په ځمکه وغورځوي
هلته یې لوړه کړي شاعر د عرش تر څوکو پښتو
دلته دفتر کې یې مامور په ځمکه وغورځوي
عجیبه نه ده، که بادار په غلام وبلوسېږي
یا که خبره د مزدور په ځمکه وغورځوي
د زور لاسونه وي اوږده " قراره" نه ګورې چې
لمر په اسمان کې وي، او نور په ځمکه وغورځوي
14.08.2009
- مجیدالله قرار
بله مو نزده یا به نه اوسېږو یا به په خپله طریقه اوسېږو یو څو مو غرونو ته ختلي ځکه یو څو په کلیو کې ډاډه اوسېږو د لوی ښایست په ارته سیمه باندې لکه فنون جمیله اوسېږو په دې سړه سړه نړۍ لاهم په نرمه ګرمه عاطفه اوسېږو د ستر تاریخ په وېړه پاڼه باندې لکه یوه لویه حادثه اوسېږو د خدای په بند مو ځان تړلی ځکه داسې له هر قیده یله اوسېږو...
15.08.2009
- مجیدالله قرار
دې ته مې مه مجبوروه چې کلی پرېږدمه زهبیا به زما په دغه کلي کې کور نه وي پاتې
چې ته یې ړنګ کړې ته د بام واوره ور وغورځوېستا به یو کور وي، په یوه کلي کې به ته اوسېږې
زه به بې کوره یمه، ټول جهان به کور وي زماد ژوند تقدیر به هم د باد پر لکۍ سپور وي زما
د ترهګر نوم به پر ټوله سیمه خپور وي زماته به پی...