بله مو نزده یا به نه اوسېږو
یا به په خپله طریقه اوسېږو
یو څو مو غرونو ته ختلي ځکه
یو څو په کلیو کې ډاډه اوسېږو
د لوی ښایست په ارته سیمه باندې
لکه فنون جمیله اوسېږو
په دې سړه سړه نړۍ لاهم
په نرمه ګرمه عاطفه اوسېږو
د ستر تاریخ په وېړه پاڼه باندې
لکه یوه لویه حادثه اوسېږو
د خدای په بند مو ځان تړلی ځکه
داسې له هر قیده یله اوسېږو
14.08.2009
- مجیدالله قرار
بښنه غواړم ملګریو! د ویبلاګ نادیده یم. نن مې د ویبلاګ لومړۍ ده. غزل مې توکلي ور غورځار کړ. زوړ غزل دی.
بيا له تانه كډه شوى ترتا راغلم
د پرون توبه مې هېره ده بيا راغلم
له دې وروسته به مې خپل زړګى بلېږي
تردې ځايه ستا د مخ په رڼا راغلم
تمامي عمر مې لاره شوه په ښكلو
زه چې يو چكر دښكلو په خوا راغلم...
14.08.2009
- مجیدالله قرار
پیغمبري امسا د طور په ځمکه و غورځويچې د یار مخته خپل غرور په ځمکه وغورځوي
یار چې رقیب ته څه خبره وکړي، ډېر افسوسلکه دانه چې د انګور په ځمکه وغورځوي
دغه جنډه په دغو لاسو کې درنه را برېښيدغه جنډه به دوی ضرور په ځمکه وغورځوي
شعور لري پښتون هوښیار دی، ښه هوښیار...