بښنه غواړم ملګریو!  د ویبلاګ نادیده یم. نن مې د ویبلاګ لومړۍ ده. غزل مې توکلي ور غورځار کړ. زوړ غزل دی.

بيا له تانه كډه شوى ترتا راغلم

د پرون توبه مې هېره ده بيا راغلم

له دې وروسته به مې خپل زړګى بلېږي

تردې ځايه ستا د مخ په رڼا راغلم

تمامي عمر مې لاره شوه په ښكلو

زه چې يو چكر دښكلو په خوا راغلم

ټولو خلكو ته باران د رحمتو وم

په خپل ځان لكه د تورې بلا راغلم

د غزلو په وربل مې لوبې وكړې

لكه مسته سندريزه هوا راغلم

هغه اوښكه يم د چا مينو سترګو

چې په ياد د كومې مړاوې مسكا راغلم