لوېدیز ادبي مکتبونه که څه هم د لوېدیځ دي، او په ختیز ادب کې د یوه مکتب په توګه نشته، خو اغېز یې پر ختیز ادب، په ځانګړې توګه، د کره کتنې په برخه کې تر حد زیات دی.

 په ختیځ کې د کلاسیزم، رومانسیزم، ریالیزم، سوریالیزم، سمبولیزم، آیډیالیزم یا نورو کم او ډېر شهرته ادبي مکتبونو پر اساس د اديبانو او لیکوالو ډلبندي نشي کېدای، خو د مختلفو شاعرانو په شعر کې د دې مکتبونو د اغېز، افکارو، فلسفو، او ارزښتونو له شتونه هم انکار نشي کېدای.

 په لوېدیځ او ختیځ کې د دې مکتبونو په اغېز او شتون کې عمده تفاوتونه موجود دي.

تر ټولو لومړی خو دا چې دا مکتبونه په لوېدیځ کې شعوري، او د یوه ژور درک، او فلسفي علمي بحث په تعقیب رامنځته شوي. لوېدیز شاعر تر ډېره د خپل یوه ټاکلي فلسفي او ټولنیز لیدلوري په دننه کې شاعري کړې، او تر ډېره حده پوهېده چې د هغه شعر یا هنري اثر د یوه ځانګړي فلسفي جریان او ځانګړیو افکارو په تأیید لیکل شوی، خو له استثناآتو پرته، ختیز شاعر، چې ډېر شعر یې غنائي، او ډېری آثار یې د اتفاقي توب او تصادف ښکار دي، او له څو ګوته په شمار تصوفي عباقره وو او مفکرينو پرته، ډېری شاعرانو شعر یواځې د غریزې او احساساتو د اشباع، او ځینې مهال ناادبي خارجي اړتیاوو پر بنا لیکلی، او پر کوم ځانګړې ادبي-فلسفي او ادبي-فکري محور، که څه هم ختیز محور وي، نه را څرخي.

 دا چې شاعر دې په شعوري توګه، د لوېدیزو ادبي او هنري مکتبونو د سبکونو مطالعه کړې وي، هغه دې یې د نظریاتو د یوې ټولګې یا سېټ په توګه منلی وي، او بیا دې یې د همغه درک پر اساس شعر یا کوم بل هنري اثر پنځولی وي زموږ په شعر کې ډېر کم پېښ شوي دي خو د سبقت له لحاظه د ختیځ شاعرانو د لوېدیځ د هغو په پرتله، د نویو ادبیاتو ګڼ ارزښتونه تر لوېدیزو اديبانو او شاعرانو ډېر پخوا نمانځلي دي.

 د مثال په توګه، د عقلانیت خلاف جګړه په لوېدیز ادب کې د کلاسیسزم پر خلاف د رومانسي انقلاب په بڼه را ښکاره شوه، خو دا ښکاره زموږ په متصوفه ادبیاتو کې، او د سترو شاعرانو په آثارو کې ډېره پخوا موجوده وه. موږ چې کله له قالبیتوب، جامد عقلانیت، او تصنع سره جګړه کوله، نو اروپایي ادب د تصنع او تقلید په ځانګو کې ویده و.

 له دې خبرې څخه زما هدف دا دی چې د دې ښوونځیو پاشلي ارزښتونه له ډېر پخوا څخه په ختیز شعر کې موجود ول، خو د یوه مکتب په حیث لا  نه ول مطرح شوي.

 د دې بل مثال په سیاست کې د ډیموکراسۍ او ډیموکراټیکو ارزښتونو دی. موږ په تاریخ کې داسې بې ساره نمونې لرو چې د اوسنیو ډیموکراټیکو ارزښتونو استاځي کوي، خو ډیموکراسي مو نه درلوده.  زموږ جرګه یوه ډیموکراټیکه لاره چاره او یوه ابتدائي ډیموکراسي وه، خو موږ نه ډیموکراټان و، نه مو ډیموکراسي درلوده. د هنري مکتبونو د اړوندو ارزښتو مثال هم څه ناڅه همدې ته ورته دی.

 د ختیځ شاعران د لوېدیزو هغو په پرتله پر پاشلیو داسې ارزښتونو، چې لوېدیزو مکتبونو وروسته قالب او چوکاټ کړل، ډېر پخوا باوري او ولاړ ول.  د ختیځ د کلیله و دمنه، او الف لیله و لیله خیال په ټول اروپایي ادب کې تر نولمسې پېړۍ موجود نه و. نه هغه ذاتیت او غنائیت چې د امرؤ القیس په شعر کې و، په لوېدیځ کې تر ډېره را ښکاره و.  خو لوېدیځ دغه  پاشلي ارزښتونه قالب کړل، خپله ټاپه یې پرې ولګوله، او بېرته یې لکه زموږ مېوې، تر پروسسس وروسته، زموږ بازار ته عرضه کړل.

 د عقلانیت پر خلاف د رومانسي ادب جګړه خو د مولانا رومي، او منصور حلاج جګړه ده، او منصور پرې ککرۍ وخوړه او توغ یې د رومانسي مکتب پر بام ولګول شو.

 ښایي دا بیا هم د ختیځوالو ستونزه وګڼو. موږ له دغه ذهني تشتت او پاشلتیا څخه د راوتلو لپاره ریښتیا هم قالبي اوسېدلو، او په ډېر معنادار عبارت نظام ته اړتیا لرو. د ختیځ ډېری شاعران او لیکوال هغو اسوارانو ته ورته دي چې اسپه یې د تګ مسیر ټاکي.

خلاصه دا چې په لوېدیزو هنري او ادبي مکتبونو کې شته مختلف ارزښتونه، افکار او فلسفې، چې لوېدیځوال یې د افکارو، ارزښتونو او فلسفو د بندو او بسته بندي شویو سیټونو په بڼه وړاندې کوي، زموږ په آثارو کې پاشلي هلته دلته پراته دي.

 په پښتو ژبه کې هم، د ډېرو شاعرانو شعرونه رومنسي کوایف لري. د غني خان ډېر شعرونه د رومنسي سبک په نمونو سرشار دي. د بغاوت له روحیې را نیولې، د سرکشو کرکټرونو تر ستاینې، د ژبې د ګرامر، او ټولنیزو، مذهبي اقدارو تر پایمالېدلو، تر رویا پرستۍ، تر یأس او مایوسۍ پورې، دا هر څه د هغه په ځینو شعري نمونو کې شته. خو هغه یو رمانسي شاعر نه دی. د هغه د سیند د شګو محل د رومانسيزم څلی دی.

 حمزه بابا په شعر کې د ذاتیت او ذاتي عواطفو د رنګ په ور زیاتولو، د پښتو شعر د بدلون سرلاری و. تر ده وړاندې شعر، په ځانګړې توګه، د منځنیو پېړیو، پر بدیعي ښکلاوو پسوللی شعر کلاسیک شعر و، اخلاقي و، او د کلاسیک ادب ټولې نښې یې درلودې، خو ختیځوالو، په همغې اندازې غښتلي ځانګړي پېژاند لرونکي شعر او هنر ته هم کوم ځانګړی تعریف او مکتب وضع نه کړای شو، او دغه کار یې هم لوېدیځوالو ته پرېښود.

 د ختیز ادب د عشواییتوب یا اتفاقي توب یوه پایله دا شوه چې په عین ادبي آثارو کې تناقضات، او د څو متضادو فلسفو اغېز وليدلای شو.

 زموږ کلاسیک داستانونه ډېرې رومنسي نزعې لري. د مومن خان او شیرینو د داستان مایوسه انتها رومانسي آثارو ته ورته ده. هیرو یو آرمان پالی ځوان و چې مینې ته ژمن و، او په ګټه او تاون کې یې لږ فکر کاوه. هیڅ کار یې په عقل برابر نه و. د اسطوروي ښامار وژل، او د ښامار ګواښلې پاچهۍ خیال یې هم د رومانسي خیال هومره لوړ و، خو د لوېدیزو، رومنسي آثارو د پنځوونکیو

غوندې، د دې کیسې د ویونکیو په هغو فلسفو اروا هم نه وه شکه چې د رومنسي ادب لارنښې جوړوي.

 خو په لوېدیزو آثارو کې، په ځانګړې توګه، په هغو کې چې د دې مکتبونو د سرلاریو لخوا را منځته شوي، د ځانګړیو مکتبونو د سبک د تعميل لپاره ځانګړي آثار پنځول شوي چې هغه بیا په اسانه د هماغه مکتب اړوند آثار ګڼل کېدای شي په داسې حال کې چې لږ څه ختیز آثار به ولیدلای شي چې په اسانه یې یوه ځانګړي مکتب ته نسبت ورکړلای شي.

 فرضاً، د سمبولیزم پلوي شاعرانو، عینکو ته د ناپوهۍ د رمز په توګه کتل، ځکه چې دا رمز یو ځلې د همدې مکتب د یوه لیکوال په کیسه کې په همدې معنا مشهور شوی و. او هغه داسې چې په کیسه کې، یو ماشوم ډېر کلونه وروسته په دې پوهېدلی و چې د هغه سترګې له عینکو پرته هم کار کوي. د سمبولیزم پلوي شاعرانو داسې رمزونه په همدې غرض او موخه کارول، چې وښيي ریښتینې نړۍ د رمزونو شاته پرته ده، او هغه څه چې حقیقت دی، یواځې هغو خلکو ته د درک وړ دی چې سترګې یې تر رمزونو او سمبولو اخوا کار کوي.

 هغوی دا کار متحد المال، او شعوري کاوه.

 په ختیځ کې لږ داسې شاعران ول چې ځان ته یې د فلسفې یو چوکاټ وضع کاوه، او بیا یې د هغه چوکاټ په دننه کې آثار پنځول.

له نېکه مرغه، د پښتو خوشحال دغسې یو پېشتاز، پر نظم او نظام قایل، له اتفاقیتوب او تصادف څخه سرغړوونکی، او مفکر شاعر و چې مکتب یې تأسیس کړ، خو خلفو یې د دې مکتب ملاتړ او ساتنه ونکړای شوه.

 پښتنو لا هماغه وخت د دې مجال درلود چې یو نړیوال مکتب دوی هم رامنځته کړی وای. داسې ښایي ډېرو نورو ختیزو قومونو د خپلې پاشلتیا د راټولولو فرصتونه درلودل چې مسلما یې له لاسه ورکړي دي.

 ځینو ختیځوالو د خپلې کلونه ټمبلۍ د جبیرې لپاره ځینې غوره تجربې، او ځینې ناکاره اشتباه ګانې کړې. ځینو یې  چاپېریالي شرایطو ته له کتنې پرته، د لوېدیزو مکتبونو تقلید پیل کړ، او د کاپي کولو کار ته یې لاس واچاوه.

 د لوېدیځ د ریالیزم په تقلید یې په خپلو ټولنو کې د ریالیزم تر عنوان لاندې، ابتذال ته لاس واچاوه. هنر یې مسخره کړ. چا د سوشیالیستي ریالیزم ډول وډنګاوه، او چا بیا  اسلامي ریالیزم اختراع کړ (!).

 چا بیا له هر ډول چاپېریالي توافق پرته، سوریالیستي انطباع لرونکي آثار وپنځول، او د هنر په لټه کې یې په نشو او تماشو کې غوپې ووهلې، او هغه کانه ور وشوه چې وایي: کارغه د زرګې تګ کاوه، خپل یې هېر کړ.

هغوی فکر کاوه چې، په خوب او نشه کې به ښکلي ریښتیا وویل شي، خو دا یې هېره وه چې نشه خپله، یو کاذب سکون دی. دوی د اینډري برېټون، آراګون، پل الوار، او ګیوم آپولینر اورېدلي ول، خو د هغوی له مزخرف والي ناخبره ول او د هغوی د مکتبونو او افکارو د سقوط یې نه ول اورېدلي.

 البته، لکه چې مخکې مو وویل، په دې نویو ماجرا لټوونکیو کې د ځینو تجربو مخه وکړه، او آثار یې ډېر مثبت او خوندور و ارزول شول.

زما په اند، د غفور لېوال د هوسۍ اثر، د سمبولیک ادب ملي شهکار دی. په وروستیو کې، د ډېرو په شعرونو کې د جامداتو، کاڼو، بوټو، او بې روحه وجودونو ګډا، غږېدا، شکایت، او هیجانات د انیمیزم د تجربو بریالۍ پلې کېدا ده.

 د ګڼ شمېر کره کتونکیو له قوله، د دې ښوونځیو او د هغو د افکار او ارزښتونو درک د آثارو په پېژندنه کې مرسته کوي، نه د آثارو په پنځونه کې. یعنې دا چې دا ښوونځي یواځې توصیفي دي، او شته آثار تصنیفوي.

 دا خبره د کلاسیکي مکتب په اړه تر ډېره درسته ده، خو له هغه وروسته ډېر داسې مکتبونه پنځېدلي چې سرلارو یې نه یواځې دا چې د فکر او فلسفې په هڅونه آثار پنځولي، بلکې خپلو مکتبونو ته یې تبلیغات، دعوتونه، او کمپاینونه کړي، او په وچ زور یې پر خلکو د هغو د منلو هڅې کړي دي.

 البته، زموږ په ټولنو کې چې څوک دغه مکتبونه خوښوي هم، نو ډېر کم به داسې وموندل شي چې له کوم ځانګړي مکتب سره د ژمنتیا پر اساس به شاعري وکړي یا به آثار وپنځوي. زموږ شاعران، چې لا هم د همغې پاشلتیا ښکار دي، د لوېدیزو ادبي مکتبونو له مطالعې څخه یواځې د ښې کره کتنې لپاره کار اخیستلای شي.