كښې به ږدو زړو ته قرآن مخې ته
پرې دې ږدي دا نوي ځوانان مخې ته

 حسن پنا ښه نه وي، دا ومنه
اېښی وي هر چېرته ګلدان مخې ته

 زه چې د انسان پر دښمن وار کوم
هرځلې مې راشي انسان مخې ته

 ډېر دې د ښایست په بازار ستړی شوم
را نغی د وصل امکان مخې ته

 یخ په برکت برکت ستړی شو
ایښي یې سل رنګه شیان مخې ته

 مخامخ زړګیه لاس را اچوه
ځکه مې جوړ کړی ګرېوان مخې ته

 بیا چټه ولاړه ده، ولاړ یمه
بیا د رنګ و خوند د دوکان مخې ته

 پرې چې ږدمه زړه او رحم شاته زه
ودرېږي ما ته وجدان مخې ته

 کښېني مرکه کې پلترۍ پښتون
کښېږدي د جګړې سامان مخې ته

 هلته بیا موضوع د نزاکت نه وي
هر ځای وي خطر ته خواران مخې ته

 دوه سترګي د یار نکیر منکرې دي
کې مې ږدي تېر شوی دوران مخې ته