ضربا ضربو
اوف ادکې نه یادېږي
ضربا ضربو
ملا نن هم
په لمده لښته وهلی یم په شا، ضربو
ضربا ضربو
تکه سره ده خاطې خاطې
زما ملا ضربو
ضربا ضربو
اوف ادکې ما به بیا وهي سبا، ضربو
ضربا ضربو
اوف ادکې
لیږ نوین شړومبی به راکړې
نن یې وړمه د ملا کور ته
خامخا، ضربو
ضربا ضربو
11.02.2011
- مجیدالله قرار
غزلد خپل جسم په لباس کې ډېر خفه یمروح یم غواړم ستا په تن کې تا سره یم
راته ښکاري تانه لرې ملائیکود تن قبر ته سپارلې جنازه یم
چې هر څوک مې څنګ کې تېر شي دعا وکړيدا خو زه د ارمانونو هدیره یم
دې بېدرده زمانه کې مې ځای نشتهاسوېلی یم، اوښکه، درد یمه ګیله یم
نه مکان او نه زمان مو سره یو دیاوس نو ډېره فاصله یې فاصله یم
آوازه دې د راتلو دلته خپره دهښایي زه دې د راتللو نښانه یم
ته به راشې مستقبل ته زه به نه یم...
19.03.2011
- مجیدالله قرار
كښې به ږدو زړو ته قرآن مخې ته پرې دې ږدي دا نوي ځوانان مخې ته
حسن پنا ښه نه وي، دا ومنهاېښی وي هر چېرته ګلدان مخې ته
زه چې د انسان پر دښمن وار کومهرځلې مې راشي انسان مخې ته
ډېر دې د ښایست په بازار ستړی شومرا نغی د وصل امکان مخې ته
یخ په برکت برکت ستړی شوایښي یې سل رنګه شیان مخې ته
مخامخ زړګیه لاس را اچوهځکه مې جوړ کړی ګرېوان مخې ته
بیا چټه ولاړه ده، ولاړ یمهبیا د رنګ و...