چې ستا د مړو سترګو دستور به نه و
هغه به کار و، خو ضرور به نه و
ستا لېوني به شکایت نه کاوه
د زړګي سره، چې مجبور به نه و
چې د غم پاستې پخول پرې جانان
زموږ زړګی به و تنور به نه و
پردی سړی مو هم دښمن کېدای شوای
خو هغه وخت چې خپل تربور به نه و
څنګه بې عشقه زمانه وه پیره
دار به ولاړ و، او منصور به نه و
که لېونی درپسې نه وای قرار
ریښتیا چې دومره مشهور به نه و
11.07.2011
- مجیدالله قرار
عرفان سعيد سعيد/ خوشحال خان مېنه كابلد نيټ ليكوالانپوهان وايي چې کره کتنه په لغت کې د دينار او درهمو بېلولو او د ښه شيانو په ګوته کولو ته وايي او د ادب په اصطلاح کې د ښو او بدو خبرو تشخيص کولو يا د ښه او بد اثر معلومولوته وايي.كره كتونكى د ښې پوهې له مخې او د هرډول تعصب، ژبني، قومي، مذهبي، او د نورو عقدو لكه: ولې يې داسې ښه شعر ليكلى چې له هغه سره يې په زړه كې رخه خيرى وي، نو له دې ماورا بايد د يوچا اثر، ليكنه او شعر د قوي دلاليلو چې د علم په ګاڼه سمبال وي بايد د كره كتنې تر...
02.08.2011
- مجیدالله قرار
ښایسته نن خو که دې شپه کړې وایخدای به زمونږ درسره ښه کړې وای
زموږ دې سترګې وې پر سپینه غاړهکاش دې دوعا یو څه اوږده کړې وای
جانان مې درومي، څنګ دې خوښه ده چېرقیبه نن خو دې مېله کړې وای
ته خو به لږ را لنډېدلې نورهخدای که مې هیچا ته کیسه کړې وای
جانانه اوس به دې څه نه ویلایخیر دی، بل وخت به دې ګيله کړې وای
اول دې ځان ور نیږدې کړی وای...