ښایسته نن خو که دې شپه کړې وای
خدای به زمونږ درسره ښه کړې وای

زموږ دې سترګې وې پر سپینه غاړه
کاش دې دوعا یو څه اوږده کړې وای

جانان مې درومي، څنګ دې خوښه ده چې
رقیبه نن خو دې مېله کړې وای

ته خو به لږ را لنډېدلې نوره
خدای که مې هیچا ته کیسه کړې وای

جانانه اوس به دې څه نه ویلای
خیر دی، بل وخت به دې ګيله کړې وای

اول دې ځان ور نیږدې کړی وای لږ
سوکه سوکه به دې دعوه کړې وای

 زموږ که زړونه اوبو هم وړي وای
موږ به پر ښکلیو عریضه کړې وای

کاشکې خو ما د خپلې مینې کیسه
درته، دا څرنګه چې ده، کړې وای

یو څه خوارۍ به دې ایستلي وای لا
قراره بیا به دې توبه کړې وای