سمیع الله تړون په هېواد کې د جګړيز پېر په کلونو کې د اور ورينو ۲۸ پسرليو موده ژوند کړی .
لا ماشوم و چې د خپل پلرني ټاټوبي کونړ له شیې جنتي سيمې وټه پور څخه يي کډې بار او د باجوړ په پنډغالو کې دېره شو همهلته په خو بدو پوه او د ښوونځي لومړني ټولګي يي ولوستل .
بخت يي دومره تور نه و له هېواده د شوروي لښکرې وشړل شوې او بېرته خپل پلرني هستوګنځي ته راستون شو
په ۱۳۷۹ لمريز کال کې د اسداباد له عمراخان لېسې څخه فارغ او د کانکور ازموينې له لارې د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي ته بريالی شو په همدغه پوهنځي کې يي د لسانس تر کچې زده کړې وکړې .
سمیع الله تړون له تنګۍ ځوانۍ یو بااحساسه او د ښه فکر خاوند و په ښوونځي کې و چې په همزولو کې يي د یوه ښه شاعر نوم وموند تر دې چې اوس يي دپښتنو سيمو ډير اوسېدونکي له نامه سره اشنا دي ډير يي له مينې د تړون د شعرونو ويډیو ګانې په خپلو ګرځنده ټليفونونو کې ساتي .
(تاته دې درپاتې وي ) او ( زه دې نور نوم په ژبه نه اخلمه) د تړون چاپ شوي شعري ټولګې دي تړون د يو مبارز شاعر په نوم ياديږي خو د ژورنالېزم په ډګر کې يي هم منډې ترړې د يادولو دي .
دا چې تړون لا هم ځوان دی ترې د لا نورو هنري نوښتونو هيله کېدای شي راځۍ د ژوند او خوښۍ لپاره يي لپې خالق ته په دعا پورته کړو .
بريالی او سرلوړی دې وي
امين
سیدعبدالله نظامي / اسداباد