تړون
د صلیبیانو انجام /لومړی برخه
دصلیبیانو انجام دا د هغو صلیبی فوځونو انځورونه دی چې په اسلامي خاوره يي په ډېره بې رحمۍ يرغل وکړ دوی ته د مسلمان وژل ، نيول او بی عزته کول ثواب ښکارېده خو له دې نه نه وو خبر چې د اسلام زامن ژوندی دي او کله هم دخپل پور چاته نه پرېږدي او نه کوم صلیبی ځواک ته سر ټيټوي نړۍ دې نور له
د تړون ژوند
سمیع الله تړون په هېواد کې د جګړيز پېر په کلونو کې د اور ورينو ۲۸ پسرليو موده ژوند کړی . لا ماشوم و چې د خپل پلرني ټاټوبي کونړ له شیې جنتي سيمې وټه پور څخه يي کډې بار او د باجوړ په پنډغالو کې دېره شو همهلته په خو بدو پوه او د ښوونځي لومړني ټولګي يي ولوستل . بخت يي دومره تور نه و له هېواده د شوروي لښکرې وشړل شوې او بېرته خپل پلرني هستوګنځي ته راستون شو په ۱۳۷۹ لمريز کال کې د اسداباد له عمراخان لېسې څخه فارغ او د کانکور ازموينې له لارې د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او