غزل
غزل
مورجانې
مورجانې
غزل / سمیع الله تړون
غزل مونږ همیشه د زورورو سره جنګ کړی دی مونږ همیشه په مظلومانو باندی ننګ کړی دی د هر یرغل مقابلی ته ښه په نره ورځو که دا یرغل کله مغل کله پرنګ کړی دی توره مو تل د دښمن وینو باندی سره ګرځوو توری مو تیکی نه لیدلی نه یی زنګ کړی دی
نظم / سمیع الله تړون
نظم کبر غرور نه کړمه ملنګ ملنګ په لاره ځم سر ټيتوی نه شمه ښکاره او دنګ په لاره ځم زه مې د بابا د تورې لاستی ښکلومه تل
صفا راډيو د ۲۰۱۰ کال ایوارډونه وویشل
صفا راډیو د ۲۰۱۰ کال ایوارډونه وویشل په ننګرهار کی د صفا ایف ایم راډیو په خپله دویمه کلیزه کی د کال په غوره کسانو ايوارډونه او ستاینلیکونه وویشل
غزل / تړون
غزل یا خو زړګی د سړي زړه ماتوي او يا مرګی د سړی زړه ماتوي د اسوېلو بلا دې ومه وهه دغه لوګی د سړي زړه ماتوي
MTN یوه وينه څښونکی شبکه
MTN یوه وینه څښونکی شبکه مونږ له افغان حکومت څخه په کلکه غواړو که ځان حکومت بولی نو د نورو کمپنیو تر څنګ دی پر مخابراتی کمپنیو هم خپل نظر واچوی مونږ نور خپل غږ پټ نه شو ساتلی . مونږ د خپلو غریبو هيوادوالو ننګه کوو. مونږ زمونږ ثمره د بل په جیب کی نه شو لیدلی . مونړ نور دا نه شو زغملی چی بهرنی هیوادونه ، بانډونه او کمپنۍ مو استعمار او استثمار کړی.
غزل
غزل زه چې يي ژوندی کړمه نو ما الله ته وژړل پورته هغه خلک شول چې چا الله ته وژړل اوس چې مور ته غږ کوم نو غږ په بسم الله کوم ما له اول سر په بسم الله الله ته وژړل سره وه تکه سره وه په سرو وينو لمبېدلې وه ځکه په سرو وينو کربلا
غزل
غزل که دا سمه او دا غرونه په يوه يوه روپۍ شي خو زما د وجود وينه دې لوګی له ازادۍ شي د دې ګل وطن په مخ مې هر سړی د ازغو کر کا پسرلي به مې ميرات شي پسرلي به مې زندۍ شي يو دوه لپې ملغلرې مې له سترګو راويستلي
خبرتیا
خبرتيا له ټولو هغو محترمو شاعرانو څخه چی د روانو حالاتو له مخې يي خپلې شاعرۍ ته د حماسې جامه وراغوستي وي په ډیر درنښت هيله کوو چی خپل حماسي شعرونه ، خپله لنډه پېژندنه اوخپل تصوير مونږ ته په دې پته راوليږی تر څو په يوه کتابي شکل يي خپاره کړو په درنښت
غزل // نبيله غزل
غزل نه يم په دې چې مې باڼه په جنګ کې و نه لويږي په دې ډارېږم چې مې زړه په جنګ کې و نه لويږي بيرغ اوچت نيسه ، دمه مه شې زخمي لاليه خو چې غرور د پښتانه په جګ کې و نه لويږي د انتقام لمبې دې مړې مه شه ملالې خورې
کرزي ته نظم
کرزي ته پردي ځامن دهيچا نه خپلېږيلالادمرګ اجازه مه ورکوهزمابچوړي سوال ته مه کېنوهزما دمرګ اجازه مه ورکوهتابه له ټولوخلکو روسته وژنيدچادمرګ اجازه مه ورکوه زما ځنګلې په باروتو سېزېزما په غردې زړه خوږېږي که نهمال مې دې لاړشي په بلا يي
خبرتيا
خبرتیا لږه شېبه دمخه راته يوه ملګری زنګ وواهه چی ولی دی تخلص بدل کړی ما ورته ووېل چی بدل کړی خو می نه دی نو هغه راته وویل چی دا دی زما مخې ته د خوځښت مجلی نوی ګڼه پرته ده په هغي کی د مسول مدير نوم سميع الله پېوند دی او نوی ګڼه ده . نو دا چې خوځښت مجله لومړی ما شروع کړی وه او تر اوسه مې دولس ګڼې چاپ ګړي هم دي ولې څه موده کيږي
غزل - نبيله غزل
غزل د اور لمبې د پښتنو په وطن راورېدې د پښتنو په وطن ته چې راتلې د پښتنو په وطن کړې دې تيارې د پښتنو په وطن د رڼاګانو د مالت خاوندان وژني ډيوې د پښتنو په وطن شوې د باروتو په لوګو ککړې د ګل وږمې د پښتنو په وطن فارس او پنجاب ورته ببوزی وهي لمبې خورې د پښتنو په وطن دوي د وسلو د ازمايښت لپاره کوي جګړې د پښتنو په وطن ستا لکه غر غرور
لويه خدايه / تړون
لويه خدايه ستا په دې لويه نړۍ کې به نور داسې مظلومان چېرې وي چې د نړۍ تر ټولو غټ کفار خپل کور ته پسې ورشي او په خپلو وينو يي ولمبوي اولادونه يي په اور وسېزي کور يي وران کړي او په ناموس يي لوبې وکړي ؟ نه نه هيچېرې هم نشته پرته له مونږ نه . لويه خدايه ته هر څه وينې او هر څه باندې پوه يي مونږ د نړېوالو په وړاندې پرته له دې بله داسې کومه ګن
یو اواز
یو اواز ټولو فرهنګي ملګرو ته له سلام وروسته داسې وايم چې زما نوی کتاب د (بلالاس ) په نوم چاپېږي که دوستان کوم نظرونه او وړاندېزونه لري نو په دې ادرس دې رابطه وکړي . samiullah.taroon@yahoo.com samiullah.taroon@gmail.com موبایل : ۰۰۹۳۷۷۴۷۴۳۹۴۵ / ۰۰۹۳۷۰۰۸۵۱۴۳۲ او ه
د تړون نوي ویديوي شعرونه
یو اواز ټولو فرهنګي ملګرو ته له سلام وروسته داسې وايم چې زما نوی کتاب د (بلالاس ) په نوم چاپېږي که دوستان کوم نظرونه او وړاندېزونه لري نو په دې ادرس دې رابطه وکړي . samiullah.taroon@yahoo.com samiullah.taroon@gmail.com ګرځنده : ۰۰۹۳۷۷۴۷۴۳۹۴۵ ۰۰۹۳۷۰۰۸۵۱۴۳۲