غزل
یا خو زړګی د سړي زړه ماتوي
او يا مرګی د سړی زړه ماتوي
د اسوېلو بلا دې ومه وهه
دغه لوګی د سړي زړه ماتوي
د دروازې د تير نه ډیر خفه يم
دغه لرګی د سړي زړه ماتوي
نن دې قدم د سړي ساه بندوي
نن دې منګی د سړي زړه ماتوي
ښکلو تړون ته بيا تړون کړی دی
دغه ټولګی د سړي زړه ماتوي
سميع الله تړون / کونړ
10.08.2010
- سمیع الله تړون
MTN یوه وینه څښونکی شبکه
مونږ له افغان حکومت څخه په کلکه غواړو که ځان حکومت بولی نو د نورو کمپنیو تر څنګ دی پر مخابراتی کمپنیو هم خپل نظر واچوی
مونږ نور خپل غږ پټ نه شو ساتلی .
مونږ د خپلو غریبو هيوادوالو ننګه کوو.
مونږ زمونږ ثمره د بل په جیب کی نه شو لیدلی .
مونړ نور دا نه شو زغملی چی بهرنی هیوادونه ، بانډونه او کمپنۍ مو استعمار او استثمار کړی....
27.01.2011
- سمیع الله تړون
صفا راډیو د ۲۰۱۰ کال ایوارډونه وویشل
په ننګرهار کی د صفا ایف ایم راډیو په خپله دویمه کلیزه کی د کال په غوره کسانو ايوارډونه او ستاینلیکونه وویشل
...