صفا راډیو د ۲۰۱۰ کال ایوارډونه وویشل

په ننګرهار کی د صفا ایف ایم راډیو په خپله دویمه کلیزه کی د کال په غوره کسانو ايوارډونه او ستاینلیکونه وویشل

 

څه موده وړاندی نوموړی راډیو اعلان کړی و چی غوره پارلمانی وکیل ، غوره لیکوال ، غوره شاعر او غوره ورزشی لوبغاړی ته د ۲۰۱۰ کال ایوارډ ورکوی چی هری برخی ته یی څلور څلور کسه نومولی وو او هر چا کولی شو چی د خپلی خوښی کاندید لپاره د موبایل له لاری د صفا راډیو یوی ځانګړی شمیری ته میسیج ولیږی د دغی لړۍ په پای کی د غوره پارلمانی وکیل ایوارډ مولوی عطاالله لودین ته د غوره لیکوال ایوارډ استاد اسمعیل یون ته د غوره شاعر ایوارډ سمیع الله تړون ته او د غوره ورزشی لوبغاړی ایوارډ حمید حسن ته ورکړ شو غونډه د ننګرهار په قبایلو ریاست کی جوړه شوی وه او له غرمی وروسته پای ته ورسیده