MTN یوه وینه څښونکی شبکه

مونږ له افغان حکومت څخه په کلکه غواړو که ځان حکومت بولی نو د نورو کمپنیو تر څنګ دی پر مخابراتی کمپنیو هم خپل نظر واچوی

مونږ نور خپل غږ پټ نه شو ساتلی .

مونږ د خپلو غریبو هيوادوالو ننګه کوو.

مونږ زمونږ ثمره د بل په جیب کی نه شو لیدلی .

مونړ نور دا نه شو زغملی چی بهرنی هیوادونه ، بانډونه او کمپنۍ مو استعمار او استثمار کړی.

 

زمونږ په غریب هیواد کی ټولی مخابراتی کمپنی ډیره ناروا کوی خو MTN بیا خپلی پښی له ګریوانه راویستلی او مټی یی بډوهلی تر څو زمونږ غریب هیوادوال په پټ او مرموز ډول استثمار کړی په تلیفونی اړیکه په يوه ثانیه ۵ افغانی ډیر لوړ مصرف دی او زمونږ اولس یی وس نه لری .

د افغانستان  د بی واکه چارواکو نه په کلکه غواړو چی ددی مشکل غم وخوری او کنه نو ...........