غزل

نه يم په دې چې مې باڼه په جنګ کې و نه لويږي
په دې ډارېږم چې مې زړه په جنګ کې و نه لويږي

بيرغ اوچت نيسه ، دمه مه شې زخمي لاليه
خو چې غرور د پښتانه په جګ کې و نه لويږي

د انتقام لمبې دې مړې مه شه ملالې خورې
چېرته ځلمي نه شي ساړه په جنګ کې و نه لويږي

چې درځم زلفو ته چونډکې جوړوم ګرانه چې
رانه خنجر ، رانه چاړه په جنګ کې و نه لويږي

سترګو په توره شپه په کاڼو زړو کې لارې وکړې
خدايه چې اوس په لمرخاته په جنګ کې و نه لويږي

د غزل اوښکې د لېمو په شپول کې نغاړه ګله
دا سره غمي د ژوندانه په جنګ کې و نه لويږي

نبيله غزل ، ګل پېښور