غزل

 

چینجو می جرړی کړی خرابی خزان غیږه راکړه

له بیخه ووتمه داسی طوفان غیږه راکړه

زه چی په ځمکه شوم میین پورته یی وویشتمه

یو ښکلی ستوری شومه ښکلی اسمان غیږه راکړه

په ازادۍ پسی می دومره اوښکی وشیندلی

د زندان زړه راباندی بد شوی زندان غیږه راکړه

تن کی می دومره وینه وه چی دا نړۍ مړه کړی

ځکه په منډه منډه وږی جهان غیږه راکړه

تندی می یخ شو لکه ساه چی د سړی نه وځي

له کړیدلی ژونده وروسته جانان غیږه راکړه

ما داسی ګټه په ژوندون کی کله کړی نه وه

ډیر ګټور شومه چی کله تاوان غيږه راکړه

د شاعرۍ په یوه بله چینه واوښتمه

تړونه کله چی د اوښکو باران غیږه راکړه

 

سمیع الله تړون / ننګرهار محبس