غزل

د اور لمبې د پښتنو په وطن
راورېدې د پښتنو په وطن

ته چې راتلې د پښتنو په وطن
کړې دې تيارې د پښتنو په وطن

د رڼاګانو د مالت خاوندان
وژني ډيوې د پښتنو په وطن

شوې د باروتو په لوګو ککړې
د ګل وږمې د پښتنو په وطن

فارس او پنجاب ورته ببوزی وهي
لمبې خورې د پښتنو په وطن

دوي د وسلو د ازمايښت لپاره
کوي جګړې د پښتنو په وطن

ستا لکه غر غرور به شي که خير وي
ذرې ذرې د پښتنو په وطن

په کوڼ جهان به زلزلې راولي
دغه نعرې د پښتنو په وطن

نبيله غزل - پېښور