لويه خدايه

ستا په دې لويه نړۍ کې به نور داسې مظلومان چېرې وي چې د نړۍ تر ټولو غټ کفار  خپل کور ته پسې ورشي او په خپلو وينو يي ولمبوي اولادونه يي په اور وسېزي کور يي وران کړي او په ناموس يي لوبې وکړي ؟

نه نه هيچېرې هم نشته پرته له مونږ نه .

لويه خدايه ته هر څه وينې او هر څه باندې پوه يي مونږ د نړېوالو په وړاندې پرته له دې بله داسې کومه ګناه نه لرو چې وېلي مو دي چې زمونږ رب يو الله دی او پېغمبر مو حضرت محمد(ص) دی زمونږ په خاوره به يوازې د خدای قانون حاکم وي دلته به د انسان غلام کېدل نه وي پردي حق ته به درناوی کېږي د فساد مخه به نيول کېږي ظلم ته به ظلم وايو او د ظالم لاس به لنډوو دغه کړنلاره مو د ځان لپاره د کاميابۍ او سرلوړۍ سبب ګڼلې

نور مو نه پردي کورونه وران کړي نه مو د چا ناموس ته په بده کتلي او نه د چا وطن ته داسې په زور او غصب ورننوتلي يو  لکه زمونږ وطن ته چې د ټولې نړې استعماري ځواکونه د خپلو زهري وسلو سره راغلي دي دوی زمونږ د خاورې خپلواکي له منځه يوړه زمونږ دين ته سپکاوی کوي زمونږ په پېغمبر پسې مسخرې کوي قران کريم په مرميو ولي او په چټليو کې يي غورځوي.

لويه خدايه نو اوس زه څرنګه جنګ ونکړم  ايا تا راته نه دي وېلي چې له کفارو سره تر هغې وجنګېږۍ تر څو فتنه ختمه او زما دين غالب شي .

ايا تا زمونږ پېغمبر (ص) ته د کفارو سره د جنګ حکم نه دی کړی هو بلکل دې کړی

مونږ به د ژوند تر اخري سلګۍ د خپل پېغمبر لار تعقيبوو دا مو ستا سره ژمنه ده مونږ نه غواړو چې د قيامت په ورځ تاته ټيټ سترګي شو خدايه ته زمونږ قدمونه مظبوط کړه زمونږ ارادې غښتلې کړه زمونږ له پاکې خاورې دا ناولي او پليت کفار  وباسه او مونږ ته پر دوی بری راکړه  دوی زمونږ په وطن يرغل کړی ته يي ذليل کړه لويه خدايه صليبي لښکرو ته زمونږ د مېرېس نيکه شمله مه ټيټوه لويه خدايه فرنګيانو زما د ملالۍ په سيمه په ډير ځواک او ظلم جنګ شروع کړی او غواړي د ملالۍ د ټپې په وجه د فرنګيانو د تېرې ماتې غچ واخلي ته يي خوار او مات کړی ربه زما د ملالۍ ټپه لوړه وساتې ربه د هلمند په مارجه کې مجاهدين کامياب او سرلوړي کړې ربه صليبيانو ته داسې ماتې ورکړه چې د تېر په څېر يي ياد ولري  زمونږ ربه د مارجې د مجاهدينو قدمونه مظبوط کړه

سميع الله تړون