خبرتیا

لږه شېبه دمخه راته يوه ملګری زنګ وواهه چی ولی دی تخلص بدل کړی ما ورته ووېل چی بدل کړی خو می نه دی

نو هغه راته وویل چی دا دی زما مخې ته د خوځښت مجلی نوی ګڼه پرته ده په هغي کی د مسول مدير نوم سميع الله پېوند دی او نوی ګڼه ده .

نو دا چې خوځښت مجله لومړی ما شروع کړی وه او تر اوسه مې دولس ګڼې چاپ ګړي هم دي ولې څه موده کيږي چی د ځينو ستونزو له امله بنده ده او له دولت نه يي جواز هم ما اخيستی دی .

ولې دغه نوي مجله چې چا د خوځښت په نوم خپره کړې د مطبوعاتي وصولو نه يي سرغړونه کړې  او د خوځښت اداره ورنه غوښتنه کوي چي بله ګڼه د خوځښت په نوم خپره نه کړي

په درنښت

د خوځښت اداره