غزل
که دا سمه او دا غرونه په يوه يوه روپۍ شي
خو زما د وجود وينه دې لوګی له ازادۍ شي
د دې ګل وطن په مخ مې هر سړی د ازغو کر کا
پسرلي به مې ميرات شي پسرلي به مې زندۍ شي
يو دوه لپې ملغلرې مې له سترګو راويستلي
زما اوښکې دې جانانه ستا د غاړې غاړکۍ شي
توره شپه توره سيلۍ ده تنهايي ده زړه مې رپي
ياره ته راسره نه يي چې دې سترګې ډيوه ګۍ شي
زما سور په وينو سور زړه کله مړ کله ژوندی شي
ستا د سرو شونډو سرونه کله ګل کله غوټۍ شي
زه دې ټول شهيد شهيد کړم زما هره ابۍ بوره
ته دې هم زما په شان شې ستا دې هم بوره ابۍ شي
دا زما ريښتينولي ده چې يو بل ته مخامخ شو
زما سترګې د زمري شي او ستا سترګې د هوسۍ شي
سميع الله تړون اسداباد