غزل
ځان زما په واک کې دی زړګی زما په واک کې دی
دلته په دې سيمه کې یو دی زما په واک کې دی
ستړی به شې یار زما نه نه شې خپلولی ته
ای رقيبه دا جانان په خدای زما په واک کې دی
نن يي راته ووېل چې خزان که پسرلی دې کړم
تا باندې خزان او پسرلی زما په واک کې دی
ته چې وايي نه يي اخلم ويي ساته ساتم يي
دا د ليوني زړګي غمی زما په واک کې دی
ورشه په غرور خپلو همزولو ته دا ووايه
دا ملنګ تړون دا لېونی زما په واک کې دی
سميع الله تړون / اسداباد
27.08.2009
- سمیع الله تړون
سمیع الله تړون په هېواد کې د جګړيز پېر په کلونو کې د اور ورينو ۲۸ پسرليو موده ژوند کړی .
لا ماشوم و چې د خپل پلرني ټاټوبي کونړ له شیې جنتي سيمې وټه پور څخه يي کډې بار او د باجوړ په پنډغالو کې دېره شو همهلته په خو بدو پوه او د ښوونځي لومړني ټولګي يي ولوستل .
بخت يي دومره تور نه و له هېواده د شوروي لښکرې وشړل شوې او بېرته خپل پلرني هستوګنځي ته راستون شو
په ۱۳۷۹ لمريز کال کې د اسداباد له عمراخان لېسې څخه فارغ او د کانکور ازموينې له لارې د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او...
28.08.2009
- سمیع الله تړون
تاسو خبر ياست
ابو مريم
حضرت انس بن مالك = روايت كړى دى چې رسول الله وفرمايل كله چې الله تعالى ځمكه پيداكړه نو هغه خوځيدله نوالله تعالىٰ غرونه پيدااوپكې يې لكه ميخونه ښخ كړل چې له امله يې خوځښت ودرېدلو ملايك حيران شول او ويې پوښتل ياالله ستاپه مخلوق كې دغرونو نه هم زيات ځواكمن شى شته ؟...