تاسو خبر ياست

ابو مريم

 

حضرت انس بن مالك = روايت كړى دى چې رسول الله  وفرمايل كله چې الله تعالى ځمكه پيداكړه نو هغه خوځيدله نوالله تعالىٰ غرونه پيدااوپكې يې لكه ميخونه ښخ كړل چې له امله يې خوځښت ودرېدلو ملايك حيران شول او ويې پوښتل ياالله ستاپه مخلوق كې دغرونو نه هم زيات ځواكمن شى شته ؟ الله تعالىٰ جواب وركړ چې هو اوسپنه ده چې په مرسته يې غرونه برمه كولى شي ، ملائكو بيا وپوښتل چې داوسپنې نه هم ځواكمن شى شته ؟ رب العالمين وفرمايل اور دى چې اوسپنه ويلي كوي ، بياملايكو عرض وكړ چې داور نه هم ځواكمن شى شته ؟ الله تعالىٰ وفرمايل اوبه دي چې اور مړ كوي ، ملايكو بياوپوښتل چې داوبو نه هم ځواكمن شى شته ؟ الله تعالىٰ   وفرمايل هوا ده ، ملائكو بيا عرض وكړ چې دهوانه هم ځواكمن شى شته ؟ الله تعالىٰ وفرمايل هغه پټه صدقه ده چې انسان يې په ښي لاس يې وكړي او قريبه وي چې كيڼ لاس پرې هم خبرنه شي . ( يانې ښه پټه وي چې هيڅ ډول ځان ښودنه پكې ونه شي )

دهسپانيې په ميډريډ ښاركې ديوباغ پرونه داجملې ليكل شوې دي : '' ماته تاوان مه رسوه ! ځكه چې زه دژمي په سړو شپوكې ستا نغرى ګرموم ، په اوړي كې دسخت ګرم لمر نه پرتاسيورى كوم ، دخپلو ميوو اودهغې نه دجوړو شوو شربتونو په مرسته په ګرمو غرمو كې ستا تنده ماتوم ، همدا زه هغه تيريم چې ستادكوټې چت مې ټينګ كړى دى ، ستا دكور دروازه هم همدازه يم ، زما بدن تراشې اوته كشتۍ ترې جوړوې ، زه ستادبېلچې ، تبر، اوتېشې لاستى يم ، زه ستا زانګويانې ترټولو ړومبى دوست يم اوزه ستا تابوت اوترټولو وروستى ملګرى يم .

د8  عدد په زړه پورې اتفاق :

معتصم بالله د۱۸۰ هـ ق پر ۸ مه مياشت زېږېدلى ؤ درمضان المبارك پر۱۸مه شپه يې دنړۍ نه رحلت كړى ؤ په عباسي خليفه ګانوكې اتم خليفه ؤ ۸ سترې سوبې يې درلودې دشاهي دربار دروازې ته يې ۸ پاچاهان راغلي وو او ويل كيږي چې ۸ دښمنان يې هم دروازې ته راغلي وو ، دخواښې عمريې ۴۸ كلونه و دخلافت موده يې ۸ كاله ۸ مياشتې او ۸ ورځې وه ، ۸ زامن او ۸ لوڼې ترې پاتې شوې ميراث كې يې ۸ سوه ميليونه دراهم او ۸۰ زره دينار ۸۰ زره اسونه ، ۸۰ زره اوښان اونورو ډنګر، ۸۰ زره خيمې ۸ ماڼۍ ې جوړې كړې وې ، په ګوتمې يې الحمدلله ليكل شوې ؤ چې ۸ حروف لري ځكه خود '' ثمانيې '' ( اتو والا ) پرلقب مشهور دى .

حضرت سليمان  په يوښار تېرېدلو په يو بوډا سړي يې نظر پرېوت چې دلرګو پنډيې په سرو ، دحضرت سليمان  زړه پرې درد وكړ بوډايې ودراوه اوترې يې وپوښتل چې نوم دې څه دى ؟ هغه په ځواب كې وويل '' سليمان '' حضرت سليمان  په فكر كې شو چې داهم دالله تعالى قدرت دى چې ما سليمان ته يې دختيځ نه ترلويديځه پاچاهي راكړې ده اوداسليمان يې پدې بوډاتوب كې هم په دومره مشقت كې اخته كړى دى ، دخپل تاج نه يې يولال راووېست بوډاته يې وركړ او ورته يې وويل چې داستا اوستا داولاد دټول عمر لپاره بسياكوي داخرڅ كړه اوپاتې ژوند دې پرې هوساتېر كړه ! بوډا له ډېرې خوښۍ نه دخاشاكو پنډ پرځاى وغورځاوه اودكور پرلور يې منډې كړې په تلو تلوكې به بوډا دخوښۍ اوحيرت په نظر بيابيالال كتل چې ټپوس پرې دغوښې ګومان وكړ او دبوډاله لاس نه يې لال وتښتاوه بوډاتش لاس پاتې شو بوډا ډېرغمجن شو اوپدې سوچ كې شو چې بېګاته به كورته څه وړي ؟ فكريې دامشوره وركړه چې بېرته هماغه ځاى ته ولاړشي چېرته يې چې دخاشاكو پنډ غورځولى ؤ ترڅو پنډ راواخلي اوپه بازاركې يې وپلوري خوچې هغه ځاى ته ورسيد پنډ چاوړ ؤ بوډاكورته تش لاس تلل غوره ونه ګڼل نوځكه بېرته ځنګل ته ولاړ شپه يې پكې تېره كړه اوسهاروختي يې بيالرګي ټولول پيل كړل اتفاقاً سبا حضرت سليمان 6 سره دخپلو فوځونو پرځنګل تېرېدلو چې په هماغه بوډايې بيانظر پرېوت چې پرون يې ورته لال وركړى ،حضرت سليمان بوډا راوغوښت او ورته يې وويل چې موږ دومره ځان په مشقت كې ولې اخته كړى دى؟ بوډاورته ټوله كيسه وكړه دحضرت سليمان 6 زړه پرې ډېر درد وكړ اودوهم لال يې وركړ بوډاداځل لال په ډېر احتياط سره كلك په لاس كې ونيولو اودكور پرلور روان شو په لاركې يونهر ؤ هره ورځ به پرې پورېوتلوخو چې نن پرې ورګډشو پښه يې وښوييده راپرېوتلو په ډېره مشكله يې ځان له هلاكت نه بچ كړ خولال ترې په نهركې پرېوت ، بوډا دافسوس اوحسرت ښكاره كولو پرته هيڅ هم ونكړاى شول خالي لاس يې كورته تلل غوره ونه ګڼل بېرته يې دځنګل لارونيوه شپه يې په ځنګل كې تېره كړه سهاريې دځنګل نه بيا دخاشاكو پنډ راوړلو دحضرت سليمان 6 لښكريې مخې ته راغى حضرت سليمان 6 چې يوځل بيادبوډا په سر دلرګو پنډ وليدلو حيران شو اودبوډا نه يې وپوښتل چې دوهم لال دې هم ورك كړ كه څرنګه ؟ بوډا ورته ټوله كيسه وكړه حضرت سليمان 6 داځل ترټولو دزيات قيمت لال وركړ اوتاكيد يې پرې وكړ چې ورك يې نكړې اوپه ډېراحتياط سره يې ورسوي بوډا لال دپګړۍ ول كې كېښود اودكور پرلور روان شو، لال دپګړۍ ول كې دډېرلرې نه پړق واهه ديوآس سپورپرې له لرې نه نظر پرېوت بوډاته يې ځان رانږدې كړاو سره له پګړۍ ترې لال وتښتاوه اوپه څو ثانيوكې له نظره پناه شو ، بوډا داځل ډېر زيات غمجن شو سخت يې وژړل اوپه ژړا ژړا حضرت سليمان ته راغلو او ورته يې وويل اى دالله تعالى  پيغمبره ! تازماسره ډېره زياته مرسته وكړه زه په خپل قسمت راضي وم تاغوښتل چې زه دفقر نه نجات ومومم خوالله تالى زما په قسمت كې همدافقر ليكلى ؤ ستا دهيلي سره سم خوزه دغريبۍ نه خلاص نه شوم البته ددرى ورځو اوشپو راهيسې زه اودكور غړي مودلوږې ښكار شو ،حضرت سليمان  وفرمايل چې الله تعالى يې نه غواړي سليمان به څه وكړاى شي ؟

ددې نه پس به بوډا سړي دپخواپه څېر دځنګل نه لرګي راوړل اودخپل كور ګوذاره به يې پرې كېدله ، څه موده پس يوځل بياحضرت سليمان پدې ښارتېرېدلو په بوډا سړي پسې يې يوتن واستولو ترڅو راشي اودحال نه يې خبرشي ، دحضرت سليمان  استازي ته بوډا سړي وويل چې اوس زه يوقدم هم په خپلو پښو نه اخلم حضرت سليمان  ورپسې سورلۍ واستوله درارسېدلو نه پس چې ترې حضرت سليمان  حال احوال وپوښتلو بوډا وويل ددرى واړو لالونو دوركېدو نه پس مې دبندګانو نه بېخي تمه پرې شوه يوه ورځ مې بې اختياره دالله په دركې دعاوكړه چې يا الله ! ستا پيغمبر ډېرې هڅې وكړې خوچې تانه غوښتل هيڅ فايده يې ونكړه ، اوس نوستا له در پرته بل يودرهم نشته ته زما درى واړه ورك شوي لالونه په خپل كامل قدرت سره ماته راكړې، زه دمعمول سره سم دوچو څانګو دپرې كولو لپاره يوې ونې ته وختم په ونه كې دټپوس ځاله وه چې پكې هغه درى واړه ورك لالونه پراته و ماهغه درى واړه خرڅ كړل چې له امله يې ستربډاى شوم ، ترڅو مې چې دحضرت سليمان  درته سترګې وي محروم وم خوچې كله مې دحضرت سليمان له درنه تمه پرې كړه اوالله تعالىٰ ته متوجه شوم الله تعالىٰ ستر بډاى كړم .