غزل

لکه په مونږ چې د نفرت خبرې ښې نه لګي

داسې په دوی د محبت خبرې ښه نه لګي

دیرش سيپارې مې کړلې ختمې سر دې نه خلاصېږي

په تا زما دنصيحت خبرې ښې نه لګي

زه چې غوصه شمه نو سترګې دې بې هوشه ښکاري

په قاتل هم دشرارت خبرې ښې نه لګي

ديار د تګ لپاره څومره ښه بانه جوړه ده

وايي په خپلو کې د ست خبرې ښې نه لګي

چې ځې ورځه په مخ دې ښه شه ماته څله وايي

په نظامي دې د رخصت خبرې ښې نه لګي

نظامي / اسداباد