غزل

زه که هر څه درنه پوښتم مه يي وايه

ته پوښتنه کوه زه به يي ځواب کړم

ماوېل پام کوه دزړه ازار وانخلې

تاوېل زه خو تل کارونه دثواب کړم

راشه ویی شماره څولپې ترې کېږي

چې دانه دانه داوښکو درحساب کړم

رب په دې ځوانه ځوانۍ کې داسې خوارکړم

چې اخته يي ستا دمينې په عذاب کړم

اشنا زه دې دپښتون غوندې بې زړه کړم

ډېر کمزوری دې په دغه انقلاب کړم

ما دزړه په ځمکه ستا سترګې کرلي

ته به وګورې حاصل به ترې ګلاب کړم

راته ووايه له چاسره دې شرط و

چې تړون درته په لږ وخت کې خراب کړم ؟

 

سميع الله تړون