خال دې زمونږ د زړه د داغ مقام ته نه رسېږي
دا ځلبلوکی  د څراغ مقام ته نه رسېږي

په موږ کې زور دی، او یا زر دي، چې لرې یې کنه
په موږ کې خلک په دماغ مقام ته نه رسېږي

څو چې د مشر په ستاینه کې اخلاص ونکړي
څو چې ونه وایي درواغ مقام ته نه رسېږي

دا ضمانت نشته چې زرکي او ګلسر د وطن
له پامه نه غورځي او کاغ مقام ته نه رسېږي

چي د وګړیو، مظلومانو وولي ونه داغي
په خپله څوکه د کنداغ مقام ته نه رسېږي