پر ځمکه پروت یم لکه پل، سیوری له کومه کړمه
زه بې قامته، بې عمل، سیوری له کومه کړمه

تا ته دستور د دې جابر طبیعت نه دی مالوم؟
چې اغزی نه یم نو د ګل سیوری له کومه کړمه

زما زړګیه، د غزل سیوري ته وغځېږه
تا ته په دښته د وربل سیوری له کومه کړمه

خپل اتل نه لرم، نو کاڼي ګرځومه ورته
چې اوس د نورو د اتل سیوری له کومه کړمه

زه تا هندوې ته، ما وخورې، ځان دې وخورمه زه
په خراسان د تاج محل سیوری له کومه کړمه

لکه ګرمۍ وهلی وری به پر دې وچه دښته
ستا د کېږدۍ د پېڅول سیوری له کومه کړمه

چې زه د بل د مېنې لمر پر ککرۍ ګرځوم
قراره ګله، زه به خپل سیوری له کومه کړمه