ښایسته نظر دې چا ته نه ورکوي حال مخ ته
دلته اکثره تر خبرو وي جنجال مخ ته
ساده سړیه، اول مینه بیا بېلتون راځي
تر اشغال کله وي نېټه د استقلال مخ ته
پرون دې سترګو زما پر زړه راکړلو داغ ړومبی
نن دې د خیر په دغه کار کې شولو خال مخ ته
اول دې سپین باړخه را وښود، بیا دې خال د زنې
ګوا ابوبکر مسلمان و، تر بلال مخ ته
اشنایه دلته خوښۍ دومره دومره لنډه وي چې
ته به سکوایې، تر وجود یې و زوال مخ ته
زه چې ناځوانه یادوم، زه چې بې غوره ښیم
په داسې وخت کې دې د ښکلیو وي دېوال مخ ته
لښکر د زلفو یې ترشا، جوپه جوپه ولاړ دی
خال یې ولاړ، لکه اووه ستوري جنرال مخ ته
ما وېل چې غېږه راکوې، نو ځوروې مې ولې
وېلې قراره، سوله نه وي تر قتال مخ ته
26.05.2011
- مجیدالله قرار
له ښایسته دي فتنې را ولاړېږيیوه چې غلې کړمه، دوې را ولاړېږي
د خانانو د کتلو له اندازهغریبانو ته کیسې را ولاړېږي
پاچاه ګرم نه دی پر بدو ولسونولمبه هر وختې له کښې را ولاړېږي
موږ خو بیا هم ساوې اخلو او ژوندي یووایي مړي درپسې را ولاړېږي
نو د ورځې به یې څه مخالفت کړېچې یو څوک په چا د شپې را ولاړېږي
ښکلیو ستاسې د پاولیو شرنګهار تههر یو غورځوي اوږې، را ول...
22.06.2011
- مجیدالله قرار
پر ځمکه پروت یم لکه پل، سیوری له کومه کړمهزه بې قامته، بې عمل، سیوری له کومه کړمه
تا ته دستور د دې جابر طبیعت نه دی مالوم؟چې اغزی نه یم نو د ګل سیوری له کومه کړمه
زما زړګیه، د غزل سیوري ته وغځېږهتا ته په دښته د وربل سیوری له کومه کړمه
خپل اتل نه لرم، نو کاڼي ګرځومه ورتهچې اوس د نورو د اتل سیوری له کومه کړمه
زه تا ه...