له ښایسته دي فتنې را ولاړېږي
یوه چې غلې کړمه، دوې را ولاړېږي
د خانانو د کتلو له اندازه
غریبانو ته کیسې را ولاړېږي
پاچاه ګرم نه دی پر بدو ولسونو
لمبه هر وختې له کښې را ولاړېږي
موږ خو بیا هم ساوې اخلو او ژوندي یو
وایي مړي درپسې را ولاړېږي
نو د ورځې به یې څه مخالفت کړې
چې یو څوک په چا د شپې را ولاړېږي
ښکلیو ستاسې د پاولیو شرنګهار ته
هر یو غورځوي اوږې، را ولاړېږي
څوک به دلته نور د چا احترام وکړي
چې تصویر په آیینې را ولاړېږي
د ريبار هم دا څوومه مرکه ده
چې له تا بې نتیجې را ولاړېږي
را ولاړه شه، راځه د زړګي سره
ته که نه شولې لانجې را ولاړېږي
ژوند ته نشته اشتها قراره ګله
د هغو خلکو چې نې را ولاړېږي