چې ته روان شې، مخه ښه کړې، او زه پاتې شمه
له دې نیمه نیمزال وجوده به څه پاتې شمه

جانان مې ځکه بر ناحقه ځورومه بیا بیا
زه وایم ورځه که لکه داغ یې په زړه پاتې شمه

 چې ته د حسن کرم ونه کړې را ونه ووروې
زه به نو څه په وچه ځمکه واښه پاتې شمه

نور به بیا ورو ورو را ویلېږم فنا کېږمه به
بس څه مهال به لکه واوره، په غره پاتې شمه

دا سمه نه ده چې د نورو زامن لاړ شي او زه
د شهادت له قافلې په لمانځه پاتې شمه

رنګین غزل یم، خو چې څوک د مینې وږي نشته
لکه نعمت په دستارخوان د ماړه پاتې شمه

زه لکه وړانګه له سهاره تر ماښامه پورې
چپه را ځوړند، د امید تر درڅه پاتې شومه

جانان مې لاړ شي، بیا یې ډېره موده نه ګورمه
زه ترېنه هر ځلې په خوب کې ویده پاتې شمه

ته دومره بد راسره مه کوه انسان یمه زه
په دومره بدو کې به څرنګه ښه پاتې شمه

لکه د مړه نظر چې لاس لا پرې تېر شوی نه وي
داسې کرخته ستا په لور په کاته پاتې شمه

زه به په لټه د بې نومه اصالت کې اخیر
ډېر ناپیدا لکه کمیابه مرغه پاتې شمه

ته به را کوزه شې د خپل غرور له لوړې څوکې
زه په پاڼ د حوصلې په خاته پاتې شمه

زه به دا خپله پاکي نیمه ورځ هم ونه ساتم
که زه ولاړ لکه ولاړې اوبه پاتې شمه

چې یا ژوندی یم په ښېرا کې دې قرار او یا دې
په دوعاګانو کې په رنګې د مړه پاتې شمه