۱.
تا ته مې یو وخت د یوه زړګي خبره کړې وه
ښکاري چې هغه مې نو چټي خبره کړې وه

تا را ته د خاورې غوندې تور پیغور راکړی و
ما درته اوبو غوندې آبي خبره کړې وه

ښکلیه، دا یو نن نه و، چې ښوی دې تر سر تېر کړمه
مونږ ته دې بیا کله نو اصلي خبره کړې وه؟

څنګه تکه سره شوې، سره مڼه شوې، سره لمبه شولې
لا خو مې تر اوسه نیمایي خبره کړې وه

ما چې درته وېلې چې پلو له مخه لرې کړه
ها مې د وطن د ابادي خبره کړې وه

دا خو ضرورت و، چې ښایسته ته ښایسته ووایو
کله مو جانانه اضافي خبره کړې وه

ولې مو کیسه ترې د آدم او درخو جوړه کړه
څه و، یوې بې پامې، یوه عادي خبره کړې وه

"پرېږدﺉ قرار هسې لېونی دی" تا چې وېلي و
"دا دې سلامته پاچهي خبره کړې وه"






۲.
خفه شه، یا غوسه شه یا ګیله وکړه جانانه
زړګی دې لکه زموږ دردونه مه وکړه جانانه

په شپه د پاسه شپه د تورو زلفو، تباهي ده
دا ځکه درته نه وایو چې شپه وکړه جانانه

درغلي و دربار ته، بیرته غلي را ولاړ شوو
دا وه چې توجه دې دومره نه وکړه جانانه

په موږ خو دوره راغله، په ځان نه و پوهېدلو
ښه اخوا بیا څه وشول، ته کیسه وکړه جانانه

زه بیا په تنهایي انګړ کې تا ته مخامخ شوم
ته بیا په اندامونو زلزله وکړه جانانه

انکار خو دې کار نه کړي، ته مې لاس کړه په زړه تېر
ته نن ورسره دغه طریقه وکړه جانانه






۳.
څه درته ووایم، خبرې نیوی نه راکوي
لکه د بل کاله کوترې، نیوی نه راکوي

په سې خطاوزم، پسې هڅه کوم، منډه وهم
په لغ میدان راکړي چکرې، نیوی نه راکوي

لکه وړانګې غوندې مې وځي له ماشومو لاسو
ستا اداګانې عشوه ګرې نیوی نه راکوي

ستا تورې سترګې غلچکۍ دي، توتکۍ غوندې دي
زه پسې وکړمه وزرې نیوی نه راکوي

زه ورته عذر په سوالونو، په لاسونو کوم
ستا تورې زلفې مرورې نیوی نه راکوي

موږ د غمونو، اندېښنو، او تلوسو وباسو
په خپل ارمان پسې لښکرې نیوی نه راکوي







۴.
موږ چېرته او دومره حوصله چېرته
لاس ته مو راغلې ده ایله چېرته

مونږ ته خو دنیا نصیحت کړی و
موږ د چا خبره اورېده چېرته

دا د خدای کارونه دي، کنه نو اوس
زه چېرته، او ښکلې ×××ه چېرته

پام کوه، په ناز ګامونه مه اخله
رابه ولې، ښکلیه، زلزله چېرته

ګرانه، قرار څه شو قرار چېرته دی
ویې ګوره، پروت به وي نشه چېرته








۵.
خبرو ته دې زړه کېږي خو ووایه کنه
اې خیر دی نو اوس څه کېږي خو ووایه کنه

زما دې الوچه غوندې اشعارو ته که ستا
خولګۍ اوبه اوبه کېږي خو ووایه کنه

خبره برابره ده، ته هسې یې خفه
څلور څلور اته کېږي، خو ووایه کنه

باران دی د غزلو اوروم یې نن پر تا
نجلکۍ که دې ساړه کېږي خو ووایه کنه

دا ستا په اشاره درومو، اې عشقه تابعدار،
کوم کار که په وراره کېږي خو ووایه کنه






۶.

وبښه، ما وبښه، ما وبښه
نن مو دې د مړو په اروا وبښه

وا نجلۍ، ښېرا راته ونکړې چې
ترسمه دې ډېر له ښېرا، وبښه

څومره چې په خوله باندې بد خولي یو
دومره په زړه نه یو خطا، وبښه

نه در ګورو، سترګې برېښوي زموږ
ستا د باړخه ګانو ځلا وبښه

ښکلیه تر بل رنګه قضاوت دې ځار
ته مو په ناکړې ګنا وبښه





۷.
دا بې ګټې وټې کار کومه بیا هم
په وعده دې اعتبار کومه بیا هم

که دې سل ورځې یواځې مخ ته ګورمه
زه به سکوایم چې تلېوار کومه بیا هم


بیا ونه وایې چې موږ هم ځای ته ګورو
ځای یې نه دی، خو اظهار کومه بیا هم

بیا به ښایي، تر اوږدې مودې رانشم
ګرانه یو ځلې ټینګار کومه بیا هم

ښکلي ما ته زور راښيي وایي ګوره
لاس مې بند دي، او ګوزار کومه بیا هم

ولله آفرین دې بیا هم پردا ما وي
چې په زړه کې درته لار کومه بیا هم

څومره ډېر ډېر تاوانونه مې لیدلي
زه لا دغه کاروبار کومه بیا هم